1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«په ميليونو سوريايي ماشومان له ستر خطر سره مخ دي»

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

د يونيسف په حواله د سوریې ماشومان دمګړۍ تر بل هر وخت زيات کړيږي. دغه اداره وايي په ۲۰۱۶ م کال کې په سوريه کې د ماشومانو سره سخت ناوړه چلند «خواشينه کونکي لوړې کچې» ته رسيدلی دی.

https://p.dw.com/p/2Z530
Syrien Situation um Raqqa
انځور: Reuters/R. Said

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» له نظره تير کال په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې د ماشومانو له پاره تر ټولو ناوړه کال وو. د آلمان په کولن ښار کې د دغه ادارې له خوا وويل شول: «د کورنۍ جګړې په دې تر ټولو خونړي کال کې د ماشومانو وژل کيدل، معلوليدل او د جګړو له پاره د دوی استخدام په بې ساري زياته کچه ترسره شوې وو.» زياته شوې چې په ټوليزه توګه د مستقيم زياتي او د ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونې د ۲۵۰۰ زياتې پيښې په رسمي توګه ثبت شوي دي. 

يوازې د تير ۲۰۱۶م کال له پاره د ملګرو ملتونو دغه ادارې د زور زياتي له کبله د ۶۵۲ ماشومانو وژنه تائید کړې ده چې دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۲۰ سلنه ډيروالی ښيي. د يونيسف په حواله له دوی څخه ۲۵۵ ماشومان له ښوونځيو سره نژدې وژل شوي دي. 

په دې احصايه کې يوازې هغه پيښې شاملې کړی شوي دي چې د ماشومانو د وژنې څرنګوالې پکښې ارزول کيدلای شو. یعني شميرې کره نه دي او د ماشومانو د وژل کيدو کچه ښايي تر دې ډيره لوړه وي. ډيری ماشومانو د داسې ناروغيو له کبله مړه شوي دي چې که جنګ نه وای نو درملنه یې ممکنه وه. دمګړۍ لږ تر لږه ۲،۸ ميليونه ماشومان په داسې سيمو کې اوسي چې لاس رسۍ ورته ډير ستونزمن دی. 

«د ټول ژوند له پاره ژور اغیز»

د يونيسف په رپوټ کې ويل شوي چې سربيره پر دې په تیر کال کې  د ۲۰۱۵م کال په پرتله دوه چنده زيات يعني د۸۵۰ زيات زیر سن ماشومان د وسله والو ډلو له خوا جذب شوي دي. ماشومان او تنکي ځوانان نه يوازې د مرسته کونکو په توګه یعني د پيغام رسونکو او يا پيره دارانو په توګه ګمارل شوي بلکې دوی د جګړې لومړۍ ليکۍ ته ليږدول شوي دي. 

رپوټ زیاتوي چې په ځينو مواردو کې حتی ماشومانو اعدامونه هم عملي کړي او د بمي بریدونو د ترسره کولو او د زندانونو د ساتونکو په توګه هم ترې کار اخيستل شوی دی. سربيره پر دې په هره دريمه کورنۍ کې ماشومان مجبور ول کار وکړي څو خپله کورنۍ وساتلی شي. ځينې میندې او پلرونو دې ته هم مجبور شوي ول چې په کم عمرې کې خپل اولادونه واده کړي. 

د منځني ختيځ او شمالي افریقا له پاره د يونيسف سيمه ييز مشر ګيرت کاپيلاره، وويل: «د سوریې د ماشومانو کړاو يوې بې ساري نوې کچې ته رسيدلی دی.» ده زياته کړه: «په ميليونو ماشومان هره ورځ له خطر سره مخ دي او ژوند یې په بشپړه توګه د ګدوډۍ ښکار دی.» ده وويل: «دا ناوړه پیښې به د هر ماشوم پر روغتيا، د هوساينې پر احساس او پر راتلونکي ژور اغیز ولري .»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د سوریې په جګړه کې چې له پيليدو یې شپږ کاله پوره شول، تر ۳۰۰ زرو زيات انسانان وژل شوي او په ميليونو نور  تيښتې ته اړ شوي دي. 

په ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: (14.09.2016)