1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مهاجرو کي بېکاري مخ پر ډېریدو ده

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

جرمني ته د ډیرو مهاجرو راتگ، لکه څرنگه چي یې تمه کیده، د هغوی پر بېکاره پاتېدو هم اغېزه کړې ده. په فبروری میاشت کي د افغانستان، ایران، پاکستان، سوریې، نایجریا او سومالیا څخه راغلو کسانو ۱۱۰۲۲۸ تنه بیکاره ول.

https://p.dw.com/p/1I9oo
انځور: picture-alliance/dpa/H.Tittel

دغه رپوټ د جرمني د کار پیداکولو ایالتي ادارې په استازیتوب د کار بازار او مسلکي تحقیقاتو انستیتوت ورکړی دی او په یوه المانۍ ورځپاڼه کي نشر سوی دی. یو کال مخکي لا ۶۵۲۱۳ مهاجر بیکاره ثبت سوي ول.

هغه مهاجر چي رد سوي دي، خو په هیوادونو کي یې د جنگونو له کبله د موقتي پاتېدو او  کارکولو اجازه هم ورکړل سوې ده، د رپوټ له مخي پکښی د بیکارۍ کچه لوړه سوې ده.

په ۲۰۱۵م کال کي د افغانستان، ایران، پاکستان، سوریې، نایجریا او سومالیا څخه راغلو ۲۱۶۱۹ تنو په جرمني کي د کارکولو اجازه لرله. یو کال مخکي تر هغه یوازي ۸۲۶۳ تنو ته د کار کولو اجازه ورکړل سوې وه .

د جرمني د کار پیداکولو اداره د په اصطلاح لمړیتوب د حق پر اساس په دریم قدم کي خارجیانو او مهاجرو ته د کار اجازه ورکوي. لومړی د جرمنيانو او بیا د اروپايي ټولني د اتباعو حق دی.

په رسمي ډول هغو مهاجرو ته اصلأ د کارکولو اجازه ورکول کیږي چي د پناه غوښتنه یې منل سوي وي.

د کار پیداکولو ایالتي اداره اوس گومان کوي چي د ډیرو مهاجرو د راتگ له کبله به په ۲۰۱۶م کال کي ۱۳۰۰۰۰ اضافه بېکاره مهاجر ثبت سي. له همدې کبله د کورنیو چارو وزارت د مخکنیو ارقامو پر اساس به سږکال له ۲۴۵۰۰۰ تر ۴۴۵۰۰۰ اضافه مهاجر ټولنيزي مرستي تر لاسه کړي.