1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځني ختیځ کې د اوربند هیله

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۳, دوشنبه

د حماس او اسرائيل تر منځ د تاوتریخوالي د لمن تر پراخیدو وروسته، د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره نړیوالې هڅې ادامه لري. په دې ترڅ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، منځني ختیځ ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/1CcOt
انځور: picture-alliance/dpa

پر اسرائیل باندې یو ځل بیا د لبنان له لوري توغندي توغول شوي دي. د اسرائیلو د پوځ یوې ویاندې ویلي دي چې اسرائيل بیرته د دغه برید ځواب په توپچي برید سره ورکړی دی. د لبنان امنیتي کړیو هم دغه خبره تائید کړې ده. دا په اوسني کړکیچ کې چې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه فلسطینیان په کې وژل شوي دي دریم توغندی دی چې له لبنان څخه پر اسرائیلو باندې توغول کیږي.

د شنبې او یکشنې په ورځ د تشدد د لمن پراخیدل

د حماس په نوم وسله والې فلسطیني ډلې د شنبې او یکشنبې په ورځو له غزې تراړې څخه پر اسرائيلو باندې توغندي توغولي دي. د دغه بریدونو هدف ستر ښار تل ابیب، د بین گیرون نړیوال هوایي ډگر او د یو شمیر نورو ښارونه په نخښه کول وو. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې خلکو باید د دغو راکټونو د ویرې له کبله په خوندي خونو کې پنا اخیستی وای. د دغو بریدونو په غبرگون کې د اسرائیل هوایي ځواکونو د غزې پر تراړې سخته بمباري کړې ده. یوازې د غزې د پولیسو د مشر پر کور د برید په پایله کې د فلسطینیانو د معلوماتو له مخې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د مرگ ژوبلې شمیر لوړیدو ته په کتو سره د دغه کړکیچ د حلولو او یا لږ تر لږه د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره نړیوالې هڅې پیل شوي دي. په دې ترڅ کې په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری یوه بیړنۍ غونډه تر سره کړې ده. همداشان د مصر په پلازمېنه قاهره کې عربي لیگ هم یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د منځگړتوب د یوه ماموریت له پاره اردن، اسرائیل او فلسطیني سیمو ته سفر کوي.
شتاین مایر د یکشنبې په ورځ وویل: «د سولې د پروسې هیلې تر ورایه نه تر سترگو کیږي. خو له دې سره سره باید موږ په اوسني وضعیت کې له سیاسي تصمیم نیونکو سره اړیکې ونیسو. یوازې له دې لارې کیدلای شي د تاوتریخوالي د مخنیوي لارې چارې وموندل شي.»

انسانان د تېښتې په حال کې دي

وروسته له هغې چې اسرائيل د بیت الحیجه د ډیرو سیمو له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې په سویل کې د خوندي سیمو پر لور وخوځیږي نو د غزې له تراړې څخه ډیری کسان د تېښتې په حال کې دي. ډیری شمیر کسانو په غزې کې په هغو ښوونځیو کې پنا اخیستې ده چې د ملگرو ملتونو له لوري اداره کیږي.

د اسرائيلو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۰۰ توغندي پر اسرائیلو توغول شوي دي. خو په دغو بریدونو کې هیڅ کوم کس نه دی وژل شوی. د اسرائيلو لومړي وزیر بېنامین نتنیاهو، په یوه راډیويي مرکه کې ویلي دي چې بریدونه به تر ډیر وخته دوام وکړي. هغه ویلي دي: «د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره به موږ به په استقامت، احتیاط او مسوولیت سره خپلو بریدونو ته ادامه ورکړو. تر څو د یوې اوږدې مودې له پاره بیرته آرامي رامنځ ته کړو او حماس او نورو ترهگرو ډلو ته سخته ضربه ورکړو.» نتنیاهو یادونه کړې «موږ پر دې نه پوهیږو، چې دغه عملیات به څه وخت پای ته ورسیږي، ښایي دا ډیره موده ونیسي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب