1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مقدونیه کې د مهاجرو او پولیسو تر منځ نښتي

۱۳۹۴ آذر ۸, یکشنبه

د سرحدي موانعو جوړولو پر مهال د مقدونیې پولیسو د مهاجر په شا کولو له پاره اوښکې بهونکي او بې احساسه کوونکي بمونه کارولي دي. لانجو هغه مهال زور واخیست چې پر هغو مهاجرو سخت قوانین وضع شول چې له جګړه ځپلې هیواد څخه نه وي.

https://p.dw.com/p/1HEHg
Mazedonien errichtet Metallzaun an Grenze zu Griechenland
انځور: Reuters/Y. Behrakis

د مهاجرت په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې پاڼې کې ولولئ:

چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ (د نوامبر ۲۸مه نېټه) د مقدونیه په جنوب کې له یونان سره د پولې پر سر د نښتو له کبله اتلس پولیس زخمي شوي او دوه نفره یې په روغتون کې بستر شوي هم دي.

نښتې له هغې وروسته رامنځته شوې چې یو ۳۲کلن مراکشي سړی هغه مهال برق ونیوه او سخت وسوځيد چې له یونان سره د مقدونیې پر پوله یې د برق یو کیبل ته لاس کړ.

د مقدونیې د کورنیو چارو وزیر وایي وروسته له دې پیښې یو شمیر قهرجنو مهاجرو په ګیوګیلیجا سمیه کې پر پولیسو برید وکړ او پر هغوی یې د ډبرو ګزارونه وکړل.

د یونان خبري اژانس (Ana) په حواله پولیسو پر مهاجرو د اوښکې بهونکي او بې احساسه کوونکو بمونه ګزارونه کړي دي.

دا پیښه له هغې وروسته رامنځته شوې ده چې مقدونیې له یونان سره پر خپله پوله د موانعو جوړولو کار پیل کړ. چارواکي وايي دا موانع د دې له پاره ارزښتناکه دي چې له پولو څخه د غیر قانوني تیریدو مخنیوی کوي او مهاجر کولی شي تر ثبتیدو وروسته له پولې تیر شي.

د دې موانعو د جوړولو له پاره د مقدوینې چارواکو له سرتیرو څخه مرسته اخیستې او دا موانع د هنګري او سلوانیا له خوا د جوړو شوو موانعو په شان دي.

له تیرو دوو اوونیو راهیسي ډیر شمیر بالکان هیوادونه د مقدونیې په ګډون د هغو مهاجرو له تیریدو څخه مخنیوی کوي چې له ارامه هیوادونو څخه اروپا ته راځي. یوازې د افغانستان، عراق او سوریې مهاجرو ته اجازه ورکول کیږي چې له دې هیوادونو څخه تیر شي.

یوناني چارواکي وایي چې د دې بندیز له کبله شاوخوا ۸۰۰مهاجر چې له افغانستان، عراق او سوریې څخه نه دي د یونان او مقدونیې پر پوله بند پاتي دي.

مقدونیه په بالکان سیمه کې دریم هیواد دی چې پر خپلو پولو موانع دروي.

دې موانعو د پاکستاني، ایراني او مراکشي مهاجرو غصه راپارولې ده او د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰کسانو دې موانعو تر نړولو وروسته ځان مقدونیې ته ورساوه.

په سلونه زره مهاجر سږ کال یونان ته رسیدلي دي. ډیر شمیر مهاجر په منځني ختیځ کې له جګړو څخه تښتي او ځان ترکیې ته رسوي او وروسته د مدیترانې سمندرګي څخه تیریږي او ځان یونان ته رسوي.

Karte Mazedonien Griechanland Nachbarländer Englisch

د دې مهاجرو ډیر شمیر بیا غواړي چې د سویدن او آلمان په شان اروپایي هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي. اټکل کیږي چې یوازې آلمان ته به سږ کال یو میلیون کسان ځان ورسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب