1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مسکو کي د افغانستان په اړه درې اړخيزه غونډه بې معنی ده»

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

افغان چارواکو د روسيې پر هغه اقدام اندېښنه ښوولې ده چي په مسکو کي ئې بې له افغان چارواکو د افغانستان په اړه د چين پاکستان او روسيې ترمنځ درې اړخيزه غونډه رابللې ده.

https://p.dw.com/p/2Uu6f
Kreml in Moskau
انځور: Fotolia/Irina Fischer

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کي رسنيو ته ويلي دي چي افغان چارواکي په مسکو کي د افغانستان په اړه د درې اړخيزه غونډي پايلو ته خوشبينه نه دي.

مستغني ويلي دي، په دغه غونډه کي چي بې له افغان چارواکو رابلل سوې ده، د افغانستان د اوسني وضعيت رښتنی انځور به وړاندي نه سي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، که چيري دغه شان غونډي ښې پايلي هم ولري، د افغانانو ترمنځ سختي پوښتني راپورته کوي.

تر دې مخکي د افغانستان د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي دغه شان غونډي په زغرده د افغانستان په کورنيو چارو کي مداخله بللي.

د دسمبر مياشتي پر ۹ نېټه د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف له انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي ول چي په نژدې راتلونکې کي به په مسکو کي د افغانستان په اړه يوه درې اړخيزه مشورتي غونډه (چين، پاکستان او روسيې) ترمنځ راوبلل سي.

دغه ديپلومات ويلي ول: «دا د افغانستان د وضعيت په اړه د هغو مشورتي غونډو دريمه کړۍ ده چي تر دې مخکي په پيکين او وروسته په اسلام آباد کي جوړي سوي وې او اوس وار د روسيې دئ.»

د روسي ديپلومات تر خبرو وروسته د پاکستان د پلان، پراختيا او اصلاحاتو وزير احسان اقبال، په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت په برخه کي د روسيې، پاکستان او چين ترمنځ غونډه مثبت گام بللی.

د رسنيو د راپورونو له مخي د افغانستان په اړه درې اړخيزه غونډه به نن په مسکو کي جوړه سي.

نور مطالب: