په مزارشریف کې د آلمان پر قونسلګرۍ د موټر بم برید
۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبهځايي اوسیدونکي وایي چې چاودنه ډیره پیاوړې وه او له کبله يې د شاوخوا ډیرو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.
د بلخ ولایت د ملکي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض، خبري آژانسونو ته ویلي دي: «ډیر کسان د ماتو شویو ښیښو په ټټو ټپي شوي دي.»
طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې هغه یې په کندز ولایت کې د وروستي برید پر وړاندې د غچ اخیستلو په موخه ترسره کړی دی.
د چارواکو په خبره د ټپي شویو کسانو شمیر ۱۰۰ تنو ته رسیږٍي چې ډیری یې د ماتو شویو ښیښو له کبله زوبل شوي دي. په داسې حال کې چې طالبانو په برید کې د ډیر شمیر کسانو د وزل کیدو خبره کړې، د بلخ والي عطا محمد نور، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې یوازې ده کسان وژل شوي.
د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد، ویلي دي چې یاغیانو په دې ولایت کې د آلمان د قنسلګرۍ له دیوال سره له چاودیدونکو موادو ډک موټر جنګولی دی. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پیښې د قنسلګرۍ آلماني کارکوونکو ته زیان رسولی او که نه. د بلخ ولایت د پولیسو قوماندان ویلي دي چې اوس آلماني ځواکونه په سیمه کې دي.