په مزارشريف کي د تلفاتو شمېر کيدای سي ډېر سي
۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعهد جرمني د دفاع وزارت ويلي دي چي په مزارشريف کي د دغه هیواد د قونسلگرۍ له يوه دېوال سره تر موټر بم چاودلو وروسته وسله وال يرغل سوی. په پيښه کي ۴ ملکيان وژل سوي او تر ۱۲۰ زیات ټپيان سوي دي.
د مزار شريف کي د ملکي روغتون رئيس نور محمد فيض د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي تر سهاره پوري ئې دوی ته پنځه جسدونه ور وړل سوي دي. پوليسو بيا ويلي دي چي د قونسلگرۍ مخ ته يو يرغلگر وژل سوی دئ.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په وژل سوو او ټپي سوو کسانو کي جرمنيان نه سته. د دغه وزارت يوه وياند د جمعې په ورځ سهار وختي ويلي دي چي د قونسلگرۍ ساتونکو، افغان امنيتي ځواک او ناټو ځواکونه توانېدلي دي چي پر قونسلگرۍ وسله وال يرغل وځپي.
دا چي څومره وسله والو يرغل کړی وو او څو کسان ئې وژل سوي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.
ويل سوي دي چي د قونسلگرۍ ۳۰ تنه کارکوونکي خوندي ځای ته لېږدول سوي دي، او دا چي تر موټر بم چاودنه وروسته په دغه وسله وال يرغل کي څومره ملکي کسان او امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده هم روښانه سوې نه ده.
د يرغل مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستي او ويلي ئې دي چي دا ئې په کندز کي پر ملکي وگړو د امريکا د هوايي بريد غچ واخيست.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي په کندز کي پر ملکي وگړو باندي د امريکا په هوايي يرغل کي جرمنيانو هم ونډه لرله. هغه ويلي دي: «موږ ولي بايد جرمنيان په نخښه نه کړو، د امريکا هوايي بريد د جرمنيانو له خوا د شريکو سوو معلوماتو پر بنسټ تر سره سوی. هغوی اوس هم د افغانستان په شمال کي پوځي اډه لري.»
خو د جرمني چارواکو په خبره په دغه هوايي بريد کي د دوی پوځيانو هيڅ ډول برخه نه لرله.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد، ويلي دي چي چاودنه دومره پياوړې وه چي د ډيرو کورونو هنداري ئې ماتي کړي او د ټپيان شمېر د دغو هندارو له کبله ډېر سوی دئ.
د بلخ د پوليسو مشر سيد کمال سادات، ويلي دي چي چاودېدونکي مواد په يوه لارۍ موټر کي د ډبرو تر سکرو لاندي ځای پر ځای سوي ول.
يوه اوونۍ مخکي کندز ښار ته نژدې پر طالبانو باندي د ناټو په هوايي يرغل کي نژدې ۳۰ ملکيان ووژل سول او ۱۹ نور ټپيان سول. پر دغه يرغل سختي نيوکي وسوې.