په مديترانه کي د مهاجرو د قربانيانو شمېر ۶۶ ته لوړ سو
۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبهپه لومړيو راپورونو کي د ۸ انسانانو د وژل کېدو او د لسونو نورو د لادرکه کېدو معلومات ورکړل سوي ول. دغه واقعه د يکشنبې په ورځ د هغې ربړي کښتۍ سره رامنځ ته سوې چي ورباندي مهاجر سپاره ول.
د انسا په نوم خبري آژانس د راپورونو له مخي په مديترانه کي د يادي حادثې تر رامنځ ته کېدلو وروسته د ايټاليا ساحلي ځواک وکولای سول چي۸۶ انسانان له اوبو وژغوري. ويل سوي چي په ژغورل سوو کي ډېر ماشومان او مېرمني هم شاملي دي.
د مهاجرت له پاره نړيوال سازمان (IOM) له ژوندي پاته سوو مهاجرو پوښتلي چي په دغه کښتۍ کي څومره مهاجر سپاره ول. د ياد سازمان کارکوونکو ته ويل سوي چي په دغه کښتۍ کي د سپرو انسانانو شمېر۱۵۰ ؤ.
د مېلادي کال له رانوي کېدو راهسي په مديترانه کي دا لومړۍ حادثه ده چي پکښي مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مديترانې له لاري اروپا ته د راتګ لاره په ټوله نړۍ کي د مهاجرت تر ټولو خطرناکه لاره بلله کيږي.
د مهاجرت د نړيوال سازمان د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۷ م کال کې په مديترانه کي تر ۳۰۰۰ زيات انسانان چي غوښتل يې اروپا ته رامهاجر سي ډوب سول.