1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په محرم مياشت کي د مسجدونو ساتني ته ملکيان وسله وال کيږي

۱۳۹۶ شهریور ۲۹, چهارشنبه

افغان حکومت پتېيلې ده چي په محرم مياشت کې ملکيان مسلح کړي، څو د مسجدونو ساتنه وکړي. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د شعیه مسلمانانو پر مسجدونو باندي څو ځلي خونړي بریدونه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2kMGy
Aghanistan Herat Stadt
انځور: picture alliance/Robert Harding World Imagery

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي همدا اوس هم پر یوې بلې طرحې باندې کار کوي چې له مخې به یې په افغانستان کې ۲۰ زره کلیوالي ملکیانو ته وسلې ورکړل شي چې د یاغیانو پر ضد د خپلو سیمو ساتنه وکړي.

خو د مسجدونو د ساتنې له پاره د ملکي وګړو د مسلح کولو طرحه د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په انترنتي پاڼه کې خپره شوې ده. په دې طرح کې دا هم راغلي دي چې د محرم میاشتې پر مهال به د شعیه مسلمانانو د مسجدونو د ساتنې له پاره لا ډیر امنیتي ځواکونه وګومارل شي.

په افغانستان کې شعیه مسلمانان چې شمیر یې شاوخوا درې میلیونو تنو ته رسیږي، په اقلیت کې دي. دغه مذهبي ډله په وروستیو وختونو کې د اسلامي دولت ترهګري ډلې له خونړیو بریدونو سره مخامخ شوي دي. یو شمیر شعیه مشران پر افغان حکومت باندې تور لګوي چې په ساتنه کې یې پاتی راغلی دی.

دانش د دوشنبې په ورځ له امنیتي چارواکو او شعیه گانو له مشرانو سره تر لیدنې وروسته وویل: «تر وروستیو خواشینوونکو پیښو وروسته، خلک باید د ځان د ساتنې له پاره یوازې پر امنیتي ځواکونو باند تکیه ونه کړي. خلک، په ځانګړې توګه ځوانان، باید په خپلو سیمو کې د محرم د ورځو پر مهال د مسجدونو پر ساتنې باندې تمرکز وکړي.»

محرم میاشت، چې په همدې اوونۍ کې پیلیږي، د اسلامي کال پیل دی چې په ترڅ کې یې د اسلام د پیغمبر د لمسيانو د وژل کیدو له کبله عزاداري کیږي. د محرم میاشت لسمه نیټه، د عاشورا ورځ ده او په دې ورځ د عزاداري مراسم خپل اوج ته رسیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک، ویلي دي چې د سونو هغو کسانو روزنه چې د مسجدونو د ساتنې له پاره ګومارل شوي دي، مخ پر پای ته رسیدو ده.

هغه زیاته کړې ده چې دغه په وسلو سمبال ملکیان به له هغو اضافي امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي چې د محرم میاشتي پر مهال د مسجدونو د ساتنې له پاره په دندو ګومارل شوي دي.

د یوې بیانیې په حواله برمک ویلي دي: «داسې تدابیر نیول شوي دي چې له مخې به یې نویو جذب شویو کسانو ته وسلې، معاشونه او نور ضروري توکي وویشل شي.»

داعش په تیرو ۱۴ میاشتو کې د څو داسې بریدونو پړه منلې ده چې پکښې ډیر شعیه مسلمانان وژل شوي دي. یوازې په اګست میاشت کې د شعیه گانو پر مسجدونو باندي دوه بریدونه وشول.

په کابل کې یوه برید په یوه مسجد کې ۲۸ تنه ووژل او ډیر نور یې ټپیان کړل. د همدې اګست میاشتې په پیل کې هم یاغیانو په هرات کې د شعیه مسلمانانو پر یوه بل مسجد باندې برید کړی وو چې له کبله یې ۳۳ تنه ووژل شول او ۶۶ تنه نور ټپیان شول.

د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې هم په کابل کې پر شعیه مذبو برید وشو چې په پایله کې یې۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلهاو تنه نور بیا ټپیان شول.