1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ماليزيايي الوتکه پسي په نوې سيمه کي لټون

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعه

په داسي حال کي چي د ماليزيا د ورکي سوي الوتکي شل ورځي تيريږي، استراليايي کارپوهان د رادار د معلوماتو له مخي وايي چي تر اوسه پوري په نادرسته سیمه کي په الوتکي پسي لټون سوی دی.

https://p.dw.com/p/1BXgY
انځور: Reuters

د يوې ماليزيايي الوتکي تر «اسرار اميزه» تری تم کېدو نزدې درې اوونۍ وروسته اوس کارپوهان وايي چي دغه بوينگ الوتکه په يوې بلي سيمي کي سقوط کړی دی.

د استراليا دريابي امنيتي چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۸) اعلان وکړ چي اوس يې په ورکه سوې الوتکه پسې د پل اخيستلو دقيقه سيمه پيدا کړې ده. په دغو نوو اطلاعاتو کي د رادار د معلوماتو د «دقيق تحليل» له مخي د الوتکي د لوېدلو سيمه د چين درياب له جنوب څخه تر مالاکا تنگي پوري ښوول سوې ده.

په دې ترتيب سره نو د پلټني اوسنۍ سیمه له پخوانۍ سيمي څخه نزدې ۱۱۰۰ کيلومتره تصحيح سوې ده او اوس د اکتشافي ډلو تمرکز د هند اقيانوس شمال شرقي سيمي ته دی. د ماليزيايي الوتکي د سقوط نوې احتمالي سيمه ۳۱۹ ززه کيلومتره مربع ښوول سوې ده.

د استراليايي چارواکو په خبره د پلټني اوسنۍ سيمه له «پرت» ښار څخه ۱۸۵۰ کيلومتره ليري ده. د رادار معلومات ښيي چي د ورکي سوي الوتکي سرعت تر هغه ډېر وو چي تر اوسه پوري يې اټکل کېدی.

په ورکه سوې الوتکه پسي د لټون چاري چي د پنجشنبې په ورځ د خرابي هوا له کبله ځنډېدلي وې نن د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸) بيرته پيل سوي دي.

د استراليايي کارپوهانو د څېړنو له مخي له هغه وروسته چي الوتکه له راداره ورکه سوې ده سرعت يې ډېر سوی دی او د تيلو مصرف يې هم زيات سوی دی، ځکه نو د الوتکني واټن لنډ سوی دی.

د ماليزيا ۷۷۷ ډوله بوينگ مسافر وړونکې الوتکه په MH370 شمېره پرواز د مارچ مياشتي پر ۸ نېټه له کوالالمپور څخه د پيکنگ پر لور والوته او تر يوه ساعت الوتني وروسته له راداره ورکه سوه. په دغه الوتکه کي ۲۳۹ کسان سپاره ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب