په مالي کي د ياغيانو پرضد هوايي بريدونه
۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبهد فرانسې د دفاع وزير ژان ايو لو دريان، له يوې تلويزيوني شکبې سره په مرکه کي ويلي دي، چي ځواکونو ئې د مالي هيواد په شمال کي د تيمبوکتو او گائو په ښارونو کي د ياغيانو پر پټنځايونو باندي هوايي بريدونو ته دوام ورکړی دئ او «وضعيت مثبت دئ».
دريان زياته کړې ده، چي په مالي کي د فرانسې د پوځي ماموريت هدف له ياغيانو څخه «د دغه هيواد تصفيه کول» او د دغه هیواد له شمال څخه د هغوی شړل دي او دا چي په مالي کي بايد ياغيان هيڅ د پټېدو ځای ونه لري.
فرانسې یوه اوونۍ دمخه په مالي هيواد کي پوځي مداخله وکړه، ترڅو په دغه هيواد کي د هغو ياغيانو مخنيوي وکړي، چي د دغه هيواد شمالي برخه ئې تر خپل کنترول لاندي راوستې وه او د کنترول لمن ئې کرار کرار د دغه هيواد د جبوب وخوا ته پراخېده.
اوس مهال د لوېديځي افريقا په دغه هيواد کي نزدې ۲۰۰۰ فرانسوي ځواکونه مېشت دي او په پلان کي ده چي دغه شمېر تر ۲۵۰۰ تنو پوري لوړ سي. په مالي کي بايد د لوېديځي افريقا د ټولني «ECOWAS» سرتيري د فرانسوي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د مالي له پاره دغه نړيوال پوځي ماموريت «misma» بايد د جنورۍ د مياشتي تر ۲۶ نېټې پوري ۲۰۰۰ سرتيري دغه هيواد ته ولېږي. خو د يکشنبې تر ورځي پوري له دغو سرتيرو څخه يوازي سل تنه رسېدلي ول.
د اوږده مهال له پاره بايد نزدې ۵۸۰۰ تنه سرتيري د مالي د پوځ لوجستيکي ملاتړ وکړي.
مالي مرستي
د مالي هيواد د پوځي ماموريت له پاره مالي مرستو ته هم اړتيا ده. د ECOWAS د ټولني د معلوماتو له مخي د افريقايي هيوادونو دغه ماموريت نزدې ۵۰۰ ميليونه ډالرو مرستي ته اړتيا لري.
د آلمان د بهرنیو چارو وزير گيدو ويستر ويله ويلي دي، چي آلمان به د جنورۍ د مياشتي په پای کي په ايتوفيا کي د دونرانو په کنفرانس هغو هيوادنو ته مالي وعده ورکړي، چي د ECOWAS په ماموريت کي ونډه اخلي.
پر دې سربيره بايد له بې ځايه سوو او کډوالو سره هم مرستي وسي. ويستر ويله وويل: «آلمان په اروپايي ټولنه کي له خپلو همکارانو په زياته بيا فرانسې سره په دايمي او نزدې تماس کي دی چي پيدا کړی چي په مالي هيواد کي آلمان څرنگه او مخ پروړاندي ملاتړ کولای سي.»