په لیسبوس کې د پناه غوښتونکو کمپ یوه زندان ته ورته دی
د اغزي لرونکي سیم لوړ دیوالونه او د پولیسو ډیر شمیر په لومړي سر کې سړي ته زندان ور په یادوي. دا د یونان په لیسبوس ټاپو کې د «موریا» د مهاجرو کمپ دی. ډیر شمیر افغان مهاجر هم په دغه کمپ کې شته.
کمپ که زندان
ماشومان، ښځي او زاړه سړي چې په خپلو هیوادونو کې یې له جگړو او فقر څخه تیشته کړې ده او ځان یې په ډیرې سختۍ سره یونان ته رسولی، په لیسبوس کې د اغزنو دیوالو تر شا کمپ کې ژوند کوي.
د پولیسو حضور
مهاجر چې څنگه د یونان ټاپوگانو ته ورسیږي، د دغه هیواد پولیس یې د ثبتولو مرکزونو ته بیایي. دغه مرکزونه په ډیرې سختۍ سره څارل کیږي. ترکیې ته د مهاجرو د بیرته ستنولو د پروگرام له کبله، هیڅ پناه غوښتونکی له کمپ څخه د وتلو اجازه نه لري.
د اجتماعي خدماتو د مرسته کوونکو کمپ
یوازې هغه مهاجر چې د کمپ په دننه کې صحي خدماتو ته اړتیا لري، د مرسته کوونکو سازمانونو د ژمنې له مخې اجازه لري چې د نارنجي رنگه جاکټ په اغوستلو سره له اصلي کمپ څخه د داوو طلبو مرستندویانو د درملنې کمپ ته ولاړ شي.
د نوم ثبتولو کمپ
په حقیقت کې د مهاجرو د نوم ثبتولو کمپ چې د یونان د دولت له لوري چلول کیږي، اوس په اجباري توگه د پناه غوښتونکو د ساتلو په یوه مرکز باندې اوښتی دی. هیڅ کوم پناه غوښتونکی اجازه نه لري چې د آتن پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي. اوس یو ځل بیا د انساني قاچاق وړونکو کاروبار ښه شوی دی.
تش صفونه
هغه صفونه چې په موریا کمپ کې د داوطلبو کسانو له لوري د مهاجرو له پاره جوړ شوي ول او همدا څو اوونۍ تر مخه به له خلکو ډک وو اوس تش پراته دي او هیڅوک د اجتماعي خدماتو له داو طلبو کارکوونکو څخه کومه مرسته نه غواړي.
د مهاجرو د بیرته ستنولو پر ضد احتجاج
د یکشنبې په ورځ د یونان په ښارونو او ټاپوگانو کې د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون پر ضد لاریونونه وشول. په دغو لاریونونو کې د ټولنیزو چارو مرسته کوونکو او د یونان ځیني خلکو هم ترکیې ته د مهاجرو د ستنولو پر ضد شعارونه ورکړل او د اروپایي اتحادیې څخه یې د دغه تړون د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.
گزمه کونکي کښتۍ
د اروپا د پولې ساتنې ادارې «فرونټکس» او د ناټو کښتۍ په آژه سمندرگي کې گزمه کوي. هغوی د مهاجرو د کښتیو د لیدلو په صورت کې د یونان له ساحلي څارونکو سره تماس نیسي. تر هغې وروسته مهاجر کمپونه ته استول کیږي.