1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي د تروريستانو مشر وژل سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۵, دوشنبه

د ليبيا حکومت ويلي دي چي د امريکا پوځ په هوايي يرغل کي يو لوی افراطي وژل سوی دئ. مختار بلمختار په ۲۰۱۳م کال کي په الجزاير کي د گازو پر تاسيساتو باندي د ستر بريد طراح هم بلل کېدی.

https://p.dw.com/p/1FhDh
انځور: picture-alliance/dpa/FBI

مختار بلمختار د افريقا په ستره صحرا او شمال کي د تروريستانو ستر لارښود بلل کېدی.

د ليبيا حکومت د يوې بيانيې په خپرولو سره اعلان کړی دئ، چي بلمختار د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کي په ليبيا کي وژل سوی دئ. دا اول وار نه دئ چي د هغه د وژل کېدو خبر ورکول کيږي.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۱۵مه) د ليبيا د رسمي حکومت په حواله لکيلي دي «په دغه هيواد کي د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبار کي د تروريستان يو مشر مختار بلمختار او يوه ډله تروريستان وژل سوي دي.»

دغه بريد د شنبې په ماښام د بنغازي په ۱۶۰ کيلومترۍ کي سوی دئ. د فرانسې خبري آژانس په حواله د بريد پرمهال بلمختار د نورو تروريستي ډلو لکه «انصار الشريعه» چي د ملگرو ملتونو د تروريستي سازمانونو په ليست کي ده له مشرانو سره ليده کاته کول.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي تروريستانو په ټولنيزو شبکو کي ليکلي دي چي په دغه يرغل کي ۷ کسان وژل سوي او د هغوی د جسدونو عکسونه او نومونه ئې خپاره کړي دي، خو په دغو نومونو کي د بلمختار نوم نه ښکاري.

د پنتاگون يوه وياند استيو وارن، ويلي دي چي په ليبيا کي د دغه بريد په اړه پلټني رواني دي. هغه څو ساعته دمخه اعلان کړی وو، چي د امريکا پوځ په ليبيا کي د القاعدې پرضد هوايي عمليات پيل کړي دي.

بلمختار په «يو سترگي» مشهور دی او په څو افريقايي هيوادونو کي په بم چاودنو، يرغمل نيونو او يرغلونو کي مسئول بلل کيږي. هغه چي الجزايری دئ په مغرب کي د القاعدې د تروريستي شبکې د فعاليتونو مسئول گڼل کيږي. بلمختار د افريقا په شمال کي د «المرابطون» تروريستي سازمان مشرتوب پر غاړه اخيستی.

ويل کيږي چي بلمختار خپله يوه سترگه په جنگ کي بايللې او په افغانستان کي هم جنگېدلی. هغه يو له هغو کسانو څخه بلل کيږي چي په ۱۹۹۰م کلونو کي ئې له القاعدې سره تر پيوستون وروسته د الجزاير حکومت ته سرخوږی جوړ کړ.

بلمختار په ۲۰۱۳م کال کي په الجزاير کي د گازو پر تاسيساتو د مرگوني يرغل طراح بلل کيږي. د دغه يرغل پرمهال چي څو ورځي ئې دوام وکړ، په سونو انسانان يرغمل سوي ول او په پايله کي ئې ۳۸ کسان ووژل سول چي ډيری ئې غربيان ول.

تر دغه يرغل وروسته د چاد هيواد پوځ اعلان وکړ چي بلمختار په مالي هيواد کي په يوه نښته کي وژل سوی دئ. خو تيرکال امنيتي چارواکو اعلان وکړ چي بلمختار ژوندی دئ او په ليبيا کي ئې خپل فعاليتونه پيل کړي دي.

له هغه وروسته چي د ليبيا واکمن معمر القذافي را وپرځول سو (۲۰۱۱م کال) په دغه هيواد کي د ډېرو سيالو ډلو تر منځ د قدرت خلا د ډکولو پر سر جنگونه پيل سوي دي.