په لوگر کي چاودنې 60 کسان وژلي
۱۳۹۰ تیر ۴, شنبهد لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وینا ده چې په دغه پیښه کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل سوي دي. درویش د ټلیفون پر لیکه دویچې ویلي ته وویل چې مړه او ژوبل ټول یا ناروغان او یا هم د هغوی پایوازان او یا هم ډکټران دي.
ازره د لوګر هغه ولسوالي ده چې امنیتي حالت یې ډیر ډاډمن وو.
د لوګر د ولایتي شورا مشر عبدالوکیل رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي برید کونکي له چاودیدونکو توکو ډک موټر د ازرې ولسوالۍ د شفاخانې په دخولي دروازه کې چولی دی. نوموړي د مړو شمیره دیرش تنه او د ټپیانو تر دې همه لوړه وښوده .
ویل کیږي چې په چاودنه کې د ازرې ولسوالۍ د روغتون ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي ده او هرې خوا ته مړي پراته دي.
له سیمې څخه یوه تن اوسیدونکې چې خپل مستعار نوم یې میراجان وښود د ټلیفون په زریعه دویچې ویلي ته وویل چې پیښه دومره زوره وروه وه چې د روغتون دروازه او کړکۍ یې ماتي کړي او ټوټي یې حتی څو سوه متره لري پرتې دي.
هغه وویل چې په چاودنه کې چې د یوه کرولا ډوله موټر په مټ وشوه ډیر کسان مړه شوي چې دمګړۍ د ایساف د چورلکو په مټ نورو روغتونونو ته د لیږدول کیدو په حال کې دي.
د لوګر ولایتي نطاق دین محمد درویش وویل چې دوي په سیمه کې دچک هیواد او همدا راز د امریکې د ولایتي بیارغاونې ډلي څخه د طبي وسایلو اوامبولانسونو غوښتنه کړي چې یو شمیر طبي ډلي او هوایې امبولانسونه سیمې ته ور رسیدلي دي.
دا د طالبانو د نسکوریدو را وروسته د خپل ډول لومړۍ پیښه ده چې په یوه روغتون کې چاودنه کیږي او یا هم روغتون د ځانمرګی برید موخه ګرځي.
په سیمه کې هر څه تخریب سوي او د روغتون نوې جوړي سوي ودانۍ ته چې اوس ټوټه ټوټه شوي نږدې پرته د کلیو د پراختیا مدیریت ودانۍ هم سخته زیانمنه شوي او هلته هم یو شمیر حکومتي مامورین مړه او ژوبل سوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد و رسنيو ته ويلي دي چي د لوگر د بريد تر شا د طالبانو هيڅ لاس نسته. نوموړي زیاته کړې چي دغه بريد چي هر چا کړی وي مقصد يې د طالبانو بدنامول دي. مجاهد ويلي چي طالبان په سخته سره د دغه بريد غندنه کوي.
لوګر د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پلازمینې ته ډیر نږدې پروت دی او په دې ورستیو کې یې امنیتي حالت د پام وړ خراب شوی دی.
مرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی