1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لندن کې د ولسشمر غني وینا څرنگه گډه وډه شوه؟

مسعود جهش۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۴, جمعه

په لندن کې د بریتانیا یوه انستیتوت ته د افغان ولسشمر د وینا بهیر د څو تنو اعتراض کوونکو د تندو یادونو او له یوه سره د امنیتی مسوولینو د لاس گریوان کیدو له کبله گډه وډه شوه. د پیښې انځورنو مختلف غبرگونونه راپاروالي دي.

https://p.dw.com/p/1Ina3
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د وینا له پاره بلل شوی وو. ولسمشر غني وینا وکړه خو په پیل کې یې فزیکي لانجه رامنځ ته شو.

له پنجشنبې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې بیلابیلې ویدیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د ولسمشر اشرف غني، د وینا پر مهال رامنځ ته شوې فزیکي شخړه ښوول کیږي. دا چې ویدیوګانې له بیلابیلو زاویو څخه اخیستل شوې دي، او په اجتماعي شبکو کې خپرې شوې دي د لیدونکو غبرګونو نه سره توپیر لري. د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال د پیښې ملامتیا پر اعتراض کوونکو اچوي.

د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي، دویچه ویله ته وویل: «تر هغه وروسته چې اعتراضونه وشول د افغانستان او انګلستان امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې معترضین له تالار څخه وباسي. دا هر څه تر هغه وروسته وشول چې معترضینو په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.»

په یوې خپرې شوې ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې موجوده ده داسې ښکاري چې لومړی وار دې د معترض له خوا شوی وي. خو په یوې بلې ویدو کې بیا یوازې هغه انځورونه ښوول کیږي چې پر احتجاج کوونکي باندې لاس پورته کیږي. د ولسمشر ویاند په دې اړه وویل: «زموږ معلومات ښيي چې لومړی معتریضونو په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی او بیا د انګلستان او افغانستان امنیت هغوی له تالار څخه ایستلي دي.»

خو هغه اعتراض کوونکي چې په دې فزیکي برخورد کې ښکیل وو، دویچه ویله ته وویل چې ده یوازې غوښتل خپله نیوکه مطرح کړي. هغه چې جعفر عطایي، نومیږي زیاته کړه چې لومړی هغه ته ښکنځلې او پرې وار شوی دی: «په خواشینۍ سره چې درې یا څلور کسان راغلل او له ما سره ښکیل شول او زه یې د سوکانو ګوزارونه وکړل. په دې مرحله کې ما هم په طبیعي توګه له ځانه دفاع کړې خو هغه ادعاوې چې ارګ او په لندن کې د افغانستان سفارت یې لري چې ما لومړی اخلال کړي او حمله مې کړې، غلطې دي.»

د فرانسې خبري آژانس یوه ویدیو همداراز د شخړې په وروستیو شیبو کې یو کس ښيي چې پر معترض باندې دې سوکانو وار کوي خو دا ښايي د شخړې تر پیلیدو وروسته او په هغه وخت کې وی چې د ولسمشر ساتونکي له تالار څخه د معترض د ایستلو هڅه کوي.

ولي اعتراض وشوو

اعتراض کوونکي د توتاب پروژې په اړه د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې د ملي یووالي حکومت له پریکړو راضي نه ښکاري. او ولسمشر تورنوي چې افغانانو او نړیوالو ته درواغ وایي.

په لندن کې ترسره شوي اعتراضونه په کابل کې د کیدونکو اعتراضونو دوام دی چې په ترڅ کې یې یو شمیر افغانان غواړي د توتاب بریښنا پروژه له بامیان څخه تیره شي. هغوی پر حکومت باندې تور لګوي چې دغه پروژه د قومي لاملونو له کبله د بامیانو پر ځای له سالنګ څخه تیروي. خو د ولسمشر ویاند د دې نیوکو په ځواب کې وویل: «دا پروژه په ۲۰۱۳ کال کې نهایي شوې وه او دا د ښاغلي کرزي د حکومت میراث دی. افغان ولسمشر د یوې عملي حل لارې د موندلو له پاره د یوه کمیسیون د جوړولو ژمنه کړې ده.»

هغه زیاته کړې ده: «پروژو ته قومي او سیاسي لید په افغانستان کې له پانګونې سره لیوالتیا کموي.» هغه ټینګار کړی دی چې باید د خبرو اترو له لارې افغانستان ته له وړاندیز شویو امکاناتو څخه ښه ګټه پورته شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ټینګار کړی دی چې د دولتي مشرانو د ویناو په جریان کې اعتراضونه، کومه نوي خبره نه ده: «تاسو ولسمشر ولید چې دغو ځوانانو ته یې درناوی وکړ او دا دیموکراسۍ ته د هغه ژمنتیا ښيي.»