1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کي هم د برېښنا پايې چپه سوي دي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

په لغمان کي د طالبانو پر ضد تر هغه وروسته خلکو پاڅون وکړ چي هغوی په سیمه کې د بریښنا څو پايې (خادې) چپه کړې. تر دې دمخه په کندهار کې هم وسله والو طالبانو تیره او ونۍ د برق پايي په بمونو والوزولي.

https://p.dw.com/p/18WvU
#15436819 Fotolia Strommast
Symbolbild Strommast Stromkosten Strom Überirdisch Telefonleitungانځور: Fotolia/ Markus Schmid

د لغمان د دولت شاه ولسوالیو اوسیدونکو په خبره، طالبانو د دوي سیمي ته د بریښنا د رسولو څو پايي د شنبې او يکشبنې په ورځ الوزولي چې ورته په دې کار سره سخت زیان رسیدلی.

د لغمان د دغو سیمو اوسیدونکو د طالبانو له لوري د بریښنا د خادو د چپه کولو پر ضد وسله اخیستي او ګڼ طالبان یي له خپلو کلیو ایستلي دي.

د دولت شاه یوه اوسیدونکي شاه میر په دې اړه دويچه ویله ته وویل، چې دغه کارونه د پردیو په لسمون تر سره کیږي: «که دا کار چې طالب کوی که مجاهد وي دا کار مردانګۍ نه ده، دا د پاکستان د استخباراتو کار دی، له دولته غواړو چې سیمه يیز پولیس ورسره غښتلي کړي ځکه هغه د سیمي طالبان پیژني او ژر یې له مینځه وړای شي.»

افغان حکومت وایي د طالبانو د حکومت په نسکورولو کې هم د ولسونو رول ډیر اغیزناک وو او په تر لاسه شویو پرمختګونو کې هم ولسونو لوی لاس لري.

طالبانو په تیرو څو کلونو کې د واټونو، ټول ګټو پروژو او پلونو پر ضد خپل بریدونه جاري ساتلي دي، چې دې کار ګڼ شمیر خلکو ته ستونزي پیدا کړي او خلک په غوسه دي.

له دولت شاه ولسوالۍ څخه د لغمان مرکز مهترلام ښار ته راغلیو دوو تنو اوسیدونکو وویل چې تر هغه به وسلې پر ځمکه نه ږدي تر څو یې خپل سیمي له کورنیو او بهرنیو طالبانو نه وي پاکي کړي: «موږ به په دې جګړه کې چې د بهرنیو بلواګرو او د هغوی د غلامانو پر ضد مو پیل کړې ده خپله وینه توی کړو او د سر له قرباني به هم و نه بیریږو.»

حکومت تمه لري چې د طالبانو پر ضد جګړه کې به هم د همدي خلکو د پاڅونونو په مټ وتوانیږي غوڅ بریالي توب تر لاسه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چي دوی د ګواښونو د شنډولو له پاره کافي ځواک لري خو د خلکو مرسته هم ډیره اړینه ده. د دغه وزارت وياند صدیق صدیقي وايي:

«موږ د پولیسو د شمېر له اړخه هیڅ ستونزي نه لرو، موږ په ډیرو سیمو کې البته په سرحدي سیمو کې هم د سرحدونو د خوندي کولو له پاره سرتیري لرو خو د تجهیزاتو له اړخه نیمګړتیاوي لرو لیکن نړیواله ټولنه ژمنه ده چې په دې برخه کې راسره همکاري کوي.»

د روان کال له پیل راهیسي له کندهار وروسته دا دوهمه سیمه ده چې وسله وال طالبان پکې په عامه تاسیساتو لکه د بریښنا پر پايو او پلونو باندي ورانونکي ګزارونه کوي.