1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په لاهور کي د چاودنې د قربانیانو شمیر زيات شوی

۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د پاکستان په لاهور ښار کې د چهارشنبې په ماښام د پولیسو پر یوه پوستې برید شوی. د چارواکو په خبره په دغه پيښه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2uLdm
Pakistan Bombenexplosion in Lahore
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د ژغورنې چارو دولتي ادارې ویاند جام ساجد حسین، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې چارواکو روغتونو ته د اوو کسانو جسدونه وړي دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د دوی کسان د ژغورني په چارو اخته دي او تر اوسه یې اووه جسدونه روغتون ته انتقال کړي دي.

د لاهور پولیسو یوه جګپوړي چارواکي حیدر اشرف، ویلي دي چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو پوستې د ساتونکو د بدلیدو وخت وو. دغه پوستې هغه سیمې ته نزدې ده چې یوه ستره مذهبي غونډه کیږي. د رایونډ په دغه کلنۍ غونډه کې شا او خوا ۸۰۰۰۰ کسان برخه لري.

د حیدر اشرف په خبره «زه اوس دا ويلای شم چې د برید هدف پولیس وو. دا یو ځانمرګی برید کوونکی وو چې پر موټر سایکل سپور وو او پولیس یې په نخښه کړل.» د هغه په خبره په وژل شوو کسانو کې څلور پولیس شامل دي.

د برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.

لاهور چې د پاکستان کلتوري مرکز هم ګڼل کیږي په تیرو وختونو کې د تاوتریخوالي د پيښو شاهد دی.

زموږ له آرشیف څخه: