په لاس ویګس کې تر۲۰ مړه او ۱۰۰ کسان ټپيان سوي دي
۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبهد امريکا متحدو ایالاتو د نویدا ښار ډېر پولیس د پیښې ځای ته رسېدلي دي. پولیسو د عیني شاهدانو هغه رپوټونه تائید کړي دي، چې له مخې یې لږ تر لږه یوه وسلوال کس په مندلې بې کازینو او هوټل کمپلیکس کې ډزې کړي دي.
دغه مهال نژدې ۳۰۰۰۰ کسان د موسیقۍ په یوه فیستیوال کې راټول شوي ول. سندر غاړي جیسن الدن، سملاسي خپل کنسرت درولی دی.
وضعیت سم روښانه نه دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې يوه وسله وال له ۳۲ پوړيزه هوټله پر ننداره کوونکو ډزي کړي. دوی ويلي دي چي يو برید کوونکي ویشتل شوی دی. خو پولیسو بیا هم پر ولس باندې غږ کړی دی، چې دغه لور ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.
کازینو له خلکو خالي کړی شوی. دغه ځای ته څیرمه مهم ځایونه لکه عمومي لویه لار او نورې سترې کازینو ګانې کلابندي شوي دي.
د نویدا ښار هوایي ډګر خپل فعالیت درولی دی. په عین وخت کې پولیسو د ټویټر په پیغام کې په لاس ویګس کې له خلکو غوښتي دي چې پر انټرنیټ باندې د پولیسو د عملیاتو د ژوندې بڼې له ښوولو ډډه وکړي. د هغوی په خبره ښایي دغه عمل امنیتي ځواکونه له خطر سره مخامخ کړي.