په لاس ویګاس کې د وژل شوو شمېر ۵۰ او ټپان ۴۰۰ دي
۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبهپولیسو اوس تائید کړې ده چې یوه وسله وال د مندلې بې هوټل، له ۳۲ پوړیزي ودانۍ څخه ډزي کړي دي. پولیسو خبر ورکړی دی چې اصلي شکمن کس ویشتل شوی دی او داسې باور نه کوي چې نور بریدګر دې هم وي.
په لاس ویګاس کې چارواکي وایي د یکشنبې په ماښام د ډزو په پایله کې۵۰ تنه وژل شوي دي. تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي چې د یو شمیر کسانو وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
پولیس وایي چې یو شکمن کس د افسرانو له لوري ویشتل شوی دی او چارواکي په دې آند دي چې نور بریدګر ښايي نه وي. پولیس اوس د بریدګر ملګري او د دوو موټرو په هکله چې د هغه په نوم ثبت دي په هکله څیړنې کوي.
پولیس ویلي دي چې په سیمه کې د نورو فیرونو په هکله اوازې سمې نه دي.
د امريکا متحدو ایالاتو د نویدا ښار ډېر پولیس د پیښې ځای ته رسېدلي دي. پولیسو د عیني شاهدانو هغه رپوټونه تائید کړي دي، چې له مخې یې لږ تر لږه یوه وسلوال کس په مندلې بې کازینو او هوټل کمپلیکس کې ډزې کړي دي.
دغه مهال نژدې ۳۰۰۰۰ کسان د موسیقۍ په یوه فیستیوال کې راټول شوي ول. سندر غاړي جیسن الدن، سملاسي خپل کنسرت درولی دی.
د نویدا ښار هوایي ډګر خپل فعالیت درولی دی. په عین وخت کې پولیسو د ټویټر په پیغام کې په لاس ویګس کې له خلکو غوښتي دي چې پر انټرنیټ باندې د پولیسو د عملیاتو د ژوندې بڼې له ښوولو ډډه وکړي. د هغوی په خبره ښایي دغه عمل امنیتي ځواکونه له خطر سره مخامخ کړي.