1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغيزستان کي د الوتکي سقوط تر ۳۰ زيات وگړي وژلي

۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبه

د قرغيزستان هوايي ډگر ته څرمه په يوه کلي کي يوه ترکۍ باروړونکې الوتکه رالوېدلې، په لسونو انسانان ئې وژلي او څو کورونه ئې وران کړي دي.

https://p.dw.com/p/2VqcO
Kirgistan Flugzeugabsturz
انځور: Reuters/V. Pirogov

د قرغيزستان د بېړنيو حالاتو وزارت وياند محمد سواروف، ويلي دي چي دغه ترکۍ باروړونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ سهار د دغه هيواد ماناس هوايي ډگر ته څېرمه په «داخه» کلي کي رالوېدلې ده او ډېری قربانيان هم د ياد کلي دي.

د قرغيزستان چارواکو ويلي دي چي په دغه پېښه کي ۳۷ کسان وژل سوي او ۸ تنه نور چي شپږ پکښې ماشومان دي ټپيان سوي دي. د چارواکو په خبره کيدای سي چي تلفات نور هم زيات سي. د ژغورني عملیات روان دي. د الوتکي د رالوېدو علت خرابه هوا بلل سوې ده.

د دغه هیواد د هوايي چلن چارواکو ويلي دي چي دغي ترکۍ الوتکي له هانگ کانگ څخه استانبول ته پرواز کړی وو او په پلان کي وه چي بشکيک ته نژدې په ماناس هوايي ډگر کي د لنډي مودې له پاره ناسته وکړي.

په وژل سوو کسانو کي د الوتکي څلور پيلوټان هم شامل دي.

د هغه کلي يوې اوسېدونکي زرميت رضاخانووا، ويلي دي چي الوتکه پر کورونو باندي رالوېدلې ده: «زما د خور کور ټول نړېدلی دئ. له نېکه مرغه خور مي او کورنۍ ئې ژوندي پاته سوي دي.»

د قرغيزستان د بېړنيو حالاتو وزارت ويلي دي چي په دغه پېښه کي ۴۳ کورنه ويجاړ سوي دي.

قرغيزي چارواکو دغه الوتکه د «ترکيش ايرلاينز» ۷۴۷بوينگ بللې ده، خو ترکي شرکت «ای سي تي» ويلي دي چي الوتکه په دوی پوري اړه لري.

نور مطالب: