په فساد ککړ لس هیوادونه
په برلین کې میشت د شفافیت نړیوال سازمان په نړۍ کي ۱۸۰ هیوادونه د فساد له پلوه درجه بندي کړي. په دې درجه بندۍ کې هر هیواد ته تر ۱۰۰ پوري نمرې ورکړل شوي دي، او ډیري نمرې د ډیر شفافیت او لږ نمرې د ډیر فساد په معنی دي.
لومړی مقام - سومالیا
سومالیا د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې تر ټولو کم پواینټونه ترلاسه کړي او د نړۍ تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیواد دی.
دوهم مقام - جنوبي سوډان
جنوبي سوډان بیا د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې څخه ۱۲ پواینټونه ترلاسه کړي او د فساد له پلوه په دوهم مقام کې دی.
دریم مقام - سوریه
سوریې هم په دې لړ کې د ۱۴ پواینټونو په لرلو سره د فساد له پلوه دریم ځای خپل کړی دی.
څلورم مقام - افغانستان
افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې ۱۵ پواینټونو لري او د فساد له پلوه په څلورم مقام کې دی.
یمن - پنځم مقام
یمن په دې ترڅ کې ۱۶ پواینټونه ترلاسه کړي او د فساد له پلوه په پنځم ځای کې دی.
سوډان - پنځم مقام
سوډان هم د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې څخه د ۱۶ پواینټونو په لرلو سره د فساد له پلوه له یمن سره په ګډه په پنځم ځای کې دی.
لیبیا - شپږم مقام
د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې لیبیا د ۱۷ پواینټونو په لرلو سره د فساد له پلوه په شپږم مقام کې دی.
شمالي کوریا - شپږم مقام
شمالي کوریا هم ۱۷ پواینټونه ترلاسه کړي او له لیبیا سره په ګډه په شپږم ځای کې دی.
عراق - اووم مقام
عراق هم په دې ډله کې ۱۸ نمرې اخیستې او له وینزویلا سره په ګډه اووم ډیر په فساد ککړ هیواد دی.
وینزویلا - اووم مقام
وینزویلا د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې د ۱۸ نمرو یا پواینټونو په لرلو سره په فساد ډیر ککړ اووم هیواد دی.