1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کي ولسي وګړي له محلي پولیسو څخه خوښ دي

۱۳۹۰ دی ۱۹, دوشنبه

که څه هم د افغانستان په ځینو برخو کي د محلي پولیسو له جوړیدو سره مخالفت ډير دئ، خو د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکي بیا له دغو ځواکونو څخه خوښي څرګندوي او وايي چي له جوړیدو سره ئې په سیمه کي امنیت ټینګ شوی دئ.

https://p.dw.com/p/13gG5
په ځینو مواردو کې د محلي پولیسو څخه شکایتونه هم شته
په ځینو مواردو کې د محلي پولیسو څخه شکایتونه هم شتهانځور: AP

د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د مسو کلی چي په تیرو کلونو کي ئې اوسیدونکو له ناامنۍ او غلاوو څخه سرټکاوه، اوس د محلي پولیس په رامنځته کيدلو سره د کلي اوسیدونکي له ښې امنیتي وضعې څخه خوشاله دي.

دغه کلی د فراه د مرکز په ۲۵ کیلومترۍ کي په پشت رود ولسوالۍ کي پروت دئ. د کلي د اوسیدونکو په وینا اوس چي په دغه سیمه کي د محلي پولیسو له جوړیدو سره امنیت راغلی دئ، ورسره یوځای د بیارغاوني کارونه هم پیل شوي دي.

د مسو د کلي اوسیدونکي د محلي پولیسو له چلند څخه راضي دي. د سیمې یو قومي مشر، عبدالحمید، وایي چي مرکزي حکومت د محلي پولیسو په مرسته له سیمې څخه یاغیان شړلي دي او په سیمه کي ئې امنيت ټينګ کړی دئ. په مسو کي د محلي پولیسو مشر جلات خان وایي چي د خلکو او دولت تر منځ اوږد مهاله همکارۍ په سیمه کي د امنیت د ټینګښت لامل شوی دئ.

محلي پولیس له تیرو درو کلونو را هيسي په افغانستان کي د نړیوالي ټولني په مالي ملاتړ د سيمي له خلکو څخه جوړيږي. د دغو ځواکونو د جوړیدو په اړه نظرونه مختلف دي. ځیني افغانان دغه ځواکونه د حکومت تر څنګ یو موازي ځواک ګڼي او د لا ډیري ناامنۍ د رامنځته کېدلو لامل ئې بولي، خو یو شمیر نور افغانان بیا د دغو ځواکونو جوړیدل د امنیت د رامنځته کولو او د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر د لوړولو تر ټولو ښه او ګړندۍ لاره بولي.

خو پر دې ټولو سربیره په ځینو مواردو کي پر محلي پولیسو هم ډیر جدي تورونه لګول شوي دي. د بېلګي په توګه تېر کال د بادغیس په مقر ولسوالۍ کي پر محلي پولیسو د ښځو او ماشومانو په شمول د څه د پاسه سلو تنو ولسي وګړو د وژلو او یا ټپي کولو تور لګول شوی وو. هغه وخت افغان دولتي چارواکو هم د پيښي تائيد کړی وو.

دویچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش