په فرانکفورت کې د یوه بم له کبله په زرها کسان بې ځایه شوي
۱۳۹۶ شهریور ۱۲, یکشنبهدا د نړیوالې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته په آلمان کې له یوه ځایه د اوسیدونکو تر ټولو لویه تخلیه ده. په دې ترتیب سره نو د فرانکفورت د یوه ښارګوټي په زرهاو اوسیدونکي اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږدي ترڅو کارپوهان دغه زوړ بم خنثی کړي.
چارواکو د ویستند سیمې له ۱،۵ کیلومتره سیمې څخه ۶۰ زره کسان نورو ځایونو ته لیږدولي دي. کارپوهانو ګواښ کړی دی چې که دغه ۱،۵ ټونه وزن لرونکی بم وچوي نو ډیره سیمه ویجاړولی شي.
پولیسو ویلي دي چې هغوی په کور په کور وګرځي او خلک به نورو سیمو ته تلو ته اړ کړي او د اړتیا په صورت کې به آن له زوره هم کار واخلي. د زړو او ناروغه کسانو د لیږد له پاره له امبولانسونو او نورو ترانسپورتي وسایطو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
د بم د څلور ساعته خنثی کولو عملیاتو په جریان کې د ښار له لوی سرپټي تجارتي مرکز څخه کې د موقتي سرپناه په توګه کار اخیستل کیږي.
خنثی کیدونکی بم د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانیاوي ځواکونو دی. دغه شان بمونه په آلمان کې ډیر موجود دی. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال متحدو ځواکونو پر آلمان باندې ۱،۵ میلیونه ټونه چاودیدونکي مواد واچول چې له کبله یې ۶۰۰ زره کسان ووژل شول او ښارونه له خاورو سره خاورې شول. اټکل کیږي چې د اچول شویو بمونو له ډلې څخه ۱۰ سلنه یې نه دي چاودیدلي.