1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې درې میرمنې د تاوتریخوالي په تور نیولې شوې

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه

په فرانسه کې د نوترې دامې کلیسا ته څیرمه په یوه موټر کې ځای پر ځای شوو شپږو ګازي ډبو د موندنې د څیړنو په تړاو، د فرانسې پولیسو درې تورنې ښځې نیولي دي. له دې میرمنو څخه یوه یې د نیولو پر مهال په مرمۍ ټپي شوې هم ده.

https://p.dw.com/p/1JzKC
Frankreich Polizeirazzia in Boussy-Saint-Antoine
انځور: Reuters/C. Hartmann

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کزینوفي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د یک شنبې په ورځ د فرانسې په پلازمینه کې د شپږ ګازي ډبو د ځای په ځای کولو په تړاو درې میرمنې چې عمرونه یې د ۱۹ او ۳۹ تر منځ دی، نیول شوي دي.

کزینوفی وویل چې نیول شوې میرمنې «سخت دریځې» دي او د له تاوتریخوالي ډکو کړنو پلانونه یې لرل.

د پلټنې یوه مامور وویل چې دغه ټولې میرمنې د فرانسې په جنوبي سیمه بوسي سینټ انټونی سیمه کې نیول شوي دي. سرچینې زیاته کړه چې د دې کسانو د نیونې پر مهال د پولیسو یو مامور د چړې د ګوزار له امله ټپي شوی دی.

پریښودل شوی موټر

پولیسو وویل چې د یکشنبې په ورځ په نوترو دامې کې یوه بار کارکوونکي د دغه موټر په هکله هغه مهال خبرداری ورکړ چې په موټر کې یې د ګازو ډبې ولیدې. موټر نمبر پلیټ هم نه درلود او څراغونه یې لګیدلي وو. که څه هم د موټر په شا کې د ګازو ډبه خالي وه خو د موټر په ټولبکس کې له ګازو ډکې پنځه نورې ډبې وموندل شوې. په دې ۶۰۷ ماډل پیجو کې د ډیزلو څخه ډکې درې بوشکې هم موندل شوي خو پولیس وايي چې د چاودنې فیوزونه نه دې موندل شوي.

د دې اونۍ په سر کې د دې پيښې په تړاو څلور نور کسان چې دوه یې وروڼه دي او د هغوې ښځینه ملګرې هم نیول شوي دي. له دې ډلې څخه یو یې ۳۴ کلن سړی او د هغه ۲۹ کلنه ښځینه ملګرې دي چې د سخت دریځي اسلامي کړنو په تور د امنیتي چارواکو تر څار لاندې وو.

د څیړنو د دفتر وویل چې د نوترو دامې د پیښې په تړاو د نور کسانو پلټنه هم ادامه لري.

د نورو ترهګریزو بریدونه ویره

په فرانسه کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې د جنګیالیو له خوا د یو لړ بریدونو له ترسره کولو او په نورو مهمو ودانیو د بریدونو له اخطار وروسته، دغه هیواد لوړ امنیتي احضارات پلي کړي دي.

د جولای په میاشت کې د فرانسې په نیس ښار کې نزدې ۹۰ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه اسلامپاله افراطي خپل لارۍ موټر په یوه جشن کې پر راټول شویو کسانو وروځغلوه. وروسته بیا د داعش ډلې وویل چې برید کوونکی د دوی یو پلوي وو.

د دې پيښې څخه وروسته د دوو اونیو څخه په کم وخت کې، دوو جهادي جنګیالیو د فرانسې په شمالي ښار روین کې د مسیحیانو د یوه کشیش ژوند هم واخیست.

دغه پیښې په فرانسه کې د تیر کال خونړي برید وروسته ترسره کیږي چې په کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل شول او د پیښې مسئولیت داعش یا د اسلامي ډلې جنګیالیو په غاړه واخیست.

د فرانسې د استخباراتي ادارې یا «ډي.جي.اس.ای» مشر پټریک کالوار، د روان کال د مې په میاشت کې د «نویو بڼو بریدونو» خبردارۍ ورکړ چې په کې چاودیدونکي توکي د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې پریښودل کیږي.

د فرانسې امنیتي ادارې له سوريې څخه د راغلو سخت دریځو اسلامپالو چې له داعش سره یو ځای جنګیدلې هم دي، د ممکنه خطر رامنځ ته کیدو په هکله په اندیښنه کې دي. د فرانسې لوړپوړي څارنوال تیره اوونۍ وویل چې شاخوا ۷۰۰ فرانسویان تر اوسه هم په سوریه کې دي.