1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د مسلمانانو ورځني ژوند ته يوه کتنه

۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعه

فرانسه په لويديځه اروپا کې تر ټولو زيات مسلمان اوسېدونکي لري او اسلام تر کاتوليکي مذهب وروسته دويم لوی دين دی. مسلمانان د شمالي افريقا له پخوانو مستعامرو څخه د تېرې پېړۍ په دويمه نيمايي کې فرانسې ته راغلل.

https://p.dw.com/p/Pf0m
په فرانسه کې د لويديځې اروپا د نورو هېوادونو په پرتله ډېر مسلمانان اوسيږي
په فرانسه کې د لويديځې اروپا د نورو هېوادونو په پرتله ډېر مسلمانان اوسيږيانځور: dpa

اوس د هغوی ماشومان او لمسيان په فرانسه کې رالوي يږي. په داسې حال کې چې د مسلمانانو په وړاندې لا توپير کيږي، خو ډېر مسلمانان د فرانسې ټولنې ته ورګډ شوي دي او د ټولنې يوه برخه تشکيلوي.

نولس کلنه آميره بېشالا په پاريس کې د سوربون په پوهنتون کې درس وايي. د تدريس وروسته هغه کور ته راځي. د دوی کور د سېن سيند ته څېرمه پروت دی. دا له خپلو مور او پلار سره اوسيږي.

آميره خپلې مور ته د خپلو درسونو په هکله کيسه کوي. هغه د ادبياتو او کمونيکيشن په برخه کې زده کړې کوي او غواړي چې داسې يوه ژورناليسته جوړه شي چې په تلويزيون کې کار کوي. آميره په فرانسه کې زېږېدلې ده او ځان فرانسوۍ بولي:

»له ماشومتوب راهيسې زه ځان بېخي فرانسوۍ ګڼم. په حقيقت کې زه نه بوهېدلم چې زه له نورو خلکو سره څه توپير لرم تر څو چې زه ۱۵ کلنه شوم او يوهِ سړي راته د سرک په سر سپکې سپورې وويلې.»

د اميرې مور او پلار په شمالي افريقا کې له تونس څخه فرانسې ته راغلي دي. اميره وايي چې ياد سړي دې ته د سرک په سر وويل چې د دوی ټول نژاد يا توکم ناولی دی او دې ته يې د هغې د وهلو ګواښونه کول.

حتی څلور کاله وروسته اوس دا په قهريږي کله چې د دغې پېښې په هکله خبرې کوي. د دغې ورځې راهيسې اميره دې ته هم متوجه ده چې کېدای شي د کار په موندلو کې هم ورته ستونزې پيدا شي. خو هغه هيله لري چې داسې به نه وي او مثبت فکر کوي. دا ځوانه نجلۍ د خپلې مور تر څنګ ناسته ده. په داسې حال کې چې مور يې يو پوړنی يا زوړکی په سر کړی، خو دا خپل سر نه تړي. د اميرې مور سميرا نوميږي او وايي چې په فرانسه کې د مسلمانانو لباس اغوستل يو عادي کار دی.

»زه ځان دلته ډېر ښه حس کوم. زه فرانسه خپل کور بولم. ما خپل ماشومان دلته لوی کړل، هغوی خپل درسونه وويل. زه هم کار کوم او زما مېړه متقاعد دی. زه ځآن ښه حس کوم.»

ليکونکي: بېردسلي، نسيم صابر

کتونکی: عبدالباري حکيم