1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارياب کي ځانمرگي بريد ۱۷ کسان وژلي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ په بازار کي ځانمرگي بريد نزدې ۱۷ ملکي وگړي وژلي او تر ۳۰ زيات نور ټپان کړي دي. پېښه نن غرمه مهال رامنځ ته سوې ده. د بريد مسئوليت تر اوسه پوري چا نه دی منلی.

https://p.dw.com/p/1G2V3
انځور: DW

د فارياب ولايت چارواکي وايي چي پېښه نن غرم د المار ولسوالۍ په بازار کي رامنځ سوې ده او وژل سوي کسان ټول ملکي وگړي دي.

خو تر دې دمخه د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال بريالي بشريار رسنيو ته ويلي ول چي په يرغل کي ۱۰ کسان وژل سوي او څو نور کسان ټپيان سوي چي پوليس هم پکښې شامل دي.

د پېښه پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې.

د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول سيد مسعود يعقوبي له دويچه ويله سره په خبرو کي د پيښي پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او زياته ئې کړه چي هغوی يعنی طالبانو خپل غچ اخيستی.

يعقوبي وويل: «په دې وروستيو کي افغان امنيتي ځواک په فرياب ولايت کي طالبانو ته سخته مرک ژوبله رسولې او هغه خصوصي زندان چي ئې لاره له منځه يووړل سو.»

هغه زياته کړه په وروستيو عملياتو کي چي په دغه ولايت د وسله والو طالبانو پرضد وسول څو تنه ازبک جنگيالي هم وژل سوي دي.

هغه دغه راز د فرياب ولايت امنيتي وضعیت تر پخوا ښه وباله.