1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارياب کي د څرخۍ الوتکې سپارلیو د ژغورلو عملیات پیل شوي

۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

افغان امنیتي ځواک د چهارشنبې په ورځ د هغو ۱۸ کسانو د ژغورولو عملیات پیل کړي دي چې د طالبانو تر کنترول لاندي سیمه کې د الوتکي تر بېړنۍ ناستي وروسته يرغمل شوي دي. دغه خبر د افغانستان د دفاع وزارت ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1HC7T
Afghanistan Armee Helicopter Transport verwundeter Zivilisten
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د سه شنبې په ورځ ناوختهMI-17 ډوله څرخۍ الوتکه چې د یوه بهرني شرکت ده، د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د تخنیکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناستي ته اړ شوې ده.

د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «تر هغه وروسته یاغیانو برید ورکړ او په پایله کې یې دوه عسکر او د عملې یو تن وژل شوي دي او ۱۸ تنه مسافر نیول شوي دي.»

خو د مولداويا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ چي د دوی يوه الوتکه په افغانستان کي د طالبانو لاس ته ورغلې ده. اوليگ بالان د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۴مه) ناوخته خبريالانو ته ويلي دي چي د دوی د معلوماتو له مخي الوتکه لومړی د طالبانو له خوا ويشتل سوې او تر بېړنۍ ناستي وروسته ئې يرغمل کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت له لوري په خبر پاڼه کې راغلي دي: «امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي دي چې نیول شوي کسان آزاد کړل شي.»

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي دا چې نیول شوي کسان څوک دي، ملکي کسان دي که پوځي او یا دا چې په ډله کې یې بهرنیان هم شته په هکله یې د دفاع وزارت هیڅ رنگه جزئیات نه دي په ډاگه کړي.

خو انترفکس خبري آژانس د مولداويا د کورنيو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چي په الوتکه کي سپاره ۱۸ کسان افغان چارواکي ول او درې کسان د الوتکي عمله د مولداويا ول.

د آلمان خبري آژانس بيا د فاریاب ولایت د والي د ویاند احمد جاوید بیدار، له قوله لیکلي دي چې په الوتکه کې ۱۵ عسکر او دوه بهرنیان سپاره ول. هغه زیاته کړې ده: «په نیول شوو کسانو کې د افغانستان د ملي اردو عسکر او لږ تر لږه دوه بهرنيان شامل دي.»

هغه ويلي دي چي د بهرنیانو هویت څرگند نه دی. بیدار زیاته کړې ده: «د الوتکې تر ناستې وروسته عسکرو د یوه ساعت له پاره جگړه کړې ده او تر هغې وروسته نیول شوي دي.»

د آلمان د خبري آژانس په وینا د طالبانو ویاند هم دغه پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې د ډزو په پایله کې شا او خوا پنځه تنه عسکر وژل شوي دي. د طالبانو د ویاند په خبره «الوتکه سوځول شوې ده.»