1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په غور کې د ټاکنو کمیسیون برمته شوي کارکوونکي آزاد شول

۱۳۹۷ فروردین ۳۱, جمعه

چارواکو ویلي دي چې په غور ولایت کې د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه پنځه برمته شوي کسان د ځایي مشرانو په منځګړیتوب آزاد شوي دي. په برمته شوي کسانو کې د ټاکنو کمیسیون غړي او یو پولیس شامل ول.

https://p.dw.com/p/2wNc9
Bildergalerie Iran Minarett von Jam
انځور: Nasim Seyamak

وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ په غور ولایت کې د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید وکړ او د ټاکنو کمیسیون درې غړي او دوه پولیس یې برمته کړل. د غور د پولیسو ویاند اقبال نظامي، د برید پړه پر طالبانو باندې واچوله چې ټاکنو ته د چمتوالي نیولو بهیر له پیل راهیسې په دغه شان یوه مرکز باندې لومړی برید وو.

نظامي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ځايي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي او هغوی یې د برمته نیول شویو کسانو آزادولو ته راضي کړي دي. هغه ټینګار کړی دی چې د دغو کسانو د آزادي په بدل کې طالبانو ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مشر فضل الله جلالي، هم تایید کړې ده چې د هغه کارکوونکي او پولیس آزاد شوي دي. د هغه په خبره تر برید لاندې راغلي مرکز کې به تر هغه وروسته چې امنیتي چارواکي ډاډ ورکړي، یو ځل بیا کار پیل کړي.