1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې کې تر جگړې وروسته وضعیت څرنگه دی؟

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۲, چهارشنبه

د غزې د جگړې د ختمیدو څلور اوونۍ وروسته اسرائیلیان او فلسطینیان د مصر په پلازمینه قاهر کې د کړکیچ د حلولو په لټه کې دي. د غزې په تراړه کې خپله خلک په دې هڅه کې دي چې د خپلو کورونو له ویجاړیو څخه یو څه جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1DJkG
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images

په غزه کې کب نیوونکو تر اوسه یوازې د سمندر له ساحل څخه تر درو مایلو واټن پورې د کب نیونې اجازه لرله. خو اوس هغوی کولای شي چې د کب نیونې جالونه په سمندر کې تر شپږو مایلو فاصلې پورې وغځوي. د غزې د ډیری اوسیدونکو له پاره د جگړې تر ختمیدو وروسته چې یوازینې بدلون تر سترگو کیږي، هغه په سمندر کې د کب نیونې له پاره د درو میلو د فاصلې زیاتیدل دي. پخپله کب نیوونکو د هغې سیمې چې دوی پکښې د کب نیوونې اجازه لري د تر دې هم پراخیدو هیله لرله.

د غزې ښار یو کب نیوونکی ابراهیم سلیم ابوزاده، وایي: «موږ په اصل کې د ۱۲ مایلو فاصلې د زیاتیدو غوښتونکي وو. دا هغه حد اقل لازمه فاصله ده چې سړی کولای شي له خپل کار څخه د ژوند کولو له پاره کافي پیسې پیدا کړي. اوس موږ تر شپږو مایلو اجازه تر لاسه کړه. بیا هم له هیڅ نه ښه ده خو سړې یې پر وړاندې څه نه شي کولای.»

د غزې د جگړې ختمیدو څلور اوونۍ وروسته کړکیچن وضعیت ته په کتو سره له ډیری کسانو سره دا پوښتنه راولاړیږي چې وړاندې به څه کیږي. د مصر په الازهر پوهنتو کې د سیاسي چارو کارپوه مخمیر ابو سعده وایي: «په غزه کې اوس وضعیت د جگړې تر پیلیدو په څرگند ډول ډیر ستونزمن دی. لا تر مخه غزه په سیاسي انزوا کې وه او بې روزگاري، بې وزلي او اقتصادي ستونزې ډیرې وې. خو د دغو نورو ستونزو سربیره اوس له اسرائیلو سره د جگړې له کبله ویجاړۍ رامنځ ته شوي دي. او تر اوسه پورې اصلا هیڅ څه شوي نه دي.»

د راتلونکو گامونو په هکله ابهام

دا په تیرو شپږو کلونو کې د اسرائیلو او حماس تر منځ دریمه جگړه وه چې د غزې د اوسیدونکو له پاره اوږده او خونړۍ وه. په دغه جگړه کې له ۲۰۰۰ څخه زیاتو فلسطینیانو چې پکې ۵۰۰ ماشومان شامل وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ. پر دې سربیره په دې جگړه کې ۱۱۰۰۰ فلسطینیان ټپیان هم شول.

د غزې ځینې سیمې په بشپړه توگه له منځه ولاړې. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې ۱۸۰۰۰ کورونه په بشپړه توگه ویجاړ شوي دي او د جگړې له کبله تر ۱۰۰۰۰۰ زیات انسانان بې سرپنا شوي دي. اوس د مني موسم په رارسیدو دی او په ځانگړې توگه د هغو خلکو له پاره یو سخت وخت دی چې سرپنا نه لري.

اوس هم شاوخوا ۵۵۰۰۰ کسان د فلسطینیي کډوالو له پاره په ځانگړیو شويو ښوونځیو کې ژوند کوي. خو ډیر وخت د غزې اوسیدونکي د خپلو کورونو د جوړولو له پاره ډیر ساختماني مواد نه شي رانیولای ځکه د پخوا په څیر اسرائیل غزې ته د راواردیدونکي توکي سخت کنترولوي، تر څو د دې مخه ونیسي چې وسله والې ډلې د تونلونلو د جوړولو له پاره له سمنتو څخه کار وانخلي.

د ساختماني موادو لټه

د بېت حانون د ښار اوسیدونکي محمد شینباري، پر دې توانیدلی دی چې د خپل ویجاړ شوي کور تر څنگ د خپلې کورنۍ له پاره یوه خیمه جوړ کړي. د جگړې پر مهال د هغه کورنۍ د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ښوونځي ته پنا وړې وه. هغه وایي: «چې رښتیا خبره وي، زه نه پوهیږم چې له کوم ځایه یې پېل کړم.» د دغه ۲۹ کلن په وینا د کوپن، پرته یې ډیره کمه مرسته تر لاسه کړې ده.

یو شمیر کورنیو چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي د حماس له لوري ۲۰۰۰ امریکایي ډالر د مؤقتي مرستې په نوم تر لاسه کړي دي. خو داسې کسان هم شته چې هیڅ ډول مرستې یې نه دي تر لاسه کړي. شینباري اوس د انجینرانو یوه ټیم ته تمه دی چې وراوښتی زیان اټکل کړي. هغه په عین حال کې د اوسیدو له پاره د یوه کانتینر د تر لاسه کولو انتظار باسي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه ناحیه کې لا تر اوسه د ویجاړیو او خرابیو د پاکولو کار تر سره شوی نه دی.

یوه اوونۍ مخکې د اسرائيلي چارواکو، ملگرو ملتونو او د فلسطین د خپلواکمنې ادارې تر منځ رامنځ ته شوي توافق ته هم خلک د شک په سترگه گوري. د دغه توافق له مخې باید ساختماني مواد د اسرائیلي پولې کرم ابوسالم له لاري تنظیم شي. خو دا لا معلومه نه ده چې کله او څرنگه به دغه اقدامات وشي.

پر دې سربیره د فلسطین داخلي ترینگلتیاوو هم وضعیت پسې کړکیچن کړی دی. د غزې جگړې تر ختمیدو وروسته د حماس او فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر تر منځ دښمني یو ځل بیا تازه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب