1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د فلسطین د کابینې لومړۍ غونډه

۱۳۹۶ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د فلسطین کابینې له ۲۰۱۴م کال راهیسې لومړی وار په غزه کې غونډه وکړه. دا د نړیوالو له خوا د فلسطین په توګه پیژندله شوې سیمه، تر یوې ادارې لاندي راوستلو پر لور يو گام دئ.

https://p.dw.com/p/2l8VI
Gaza  Rami Hamdallah
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com

لومړي وزیر رامي حمدالله، په خپله وینا کي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د حماس او اردن سیند لویدیځې غاړې ادارې تر منځ ترینګلتیاوي به پای ته رسوي. حماس د غزې تراړدي کنترول په لاس کې لري او فلسطین د نورو برخو له اداره کوونکو سره ستونزې لري. خو دواړو اړخونو په وروستیو وختونو کې د ستونزو د له منځه وړلو ژمني کړي دي.

رامي حمدالله وویل: «موږ دلته راغلي یوو چې د نفاق پاڼه واړوو، ملي پروژه خپل ریښتني مسیر ته برابره کړو چې [فلسطین] هیواد رامنځ ته شي.»

د کابینې غونډه په غزه کې د فلسطينيانو د مشر محمود عباس د اوسیدو په رسمي ځای کې وشوه. د غونډي په خونه کي د عباس او د فلسطینیانو د پخواني مشر یاسر عرفات، انځورونه ځوړند ول.

دا په غزه کې د۲۰۱۴م کال له نومبر میاشت راهیسې د کابینې لومړۍ غونډه ده. دا په داسې حال کې ده چې حمدالله په ۲۰۱۵م کال کې هم بې له خپلو وزیرانو غزې ته تللی وو.

حماس د ۲۰۰۷م کال تر خونړیو نښتو وروسته، د فلسطین اداره د غزې له تراډي څخه وایستله خو تیره میاشت یې بیا موافقه وکړه چې دغه اداره بیرته غزې ته راتلای شي. ویل کیږي چې حماس دغه کار د غزې د ګاونډي هیواد مصر، د فشارونو په پایله کې کړی دی.

د مص یو چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د مصر د استخباراتي سازمان مشر خالد فوزي، به د پنجشنبې په ورځ د حماس له مشر اسماعیل هنیه، سره په غزه کې وگوري.

له بلې خوا د منځني ځتیځ له پاره د ملګرو ملتونو استازي نیکولای ملادینوف، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې هغه د حماس او فتح تر منځ د پخلايني په اړه «په احتیاط سره خوشبینه» دی.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «که سیمه ښکیله پاتې شي، که د مصر نقش دوام ومومي او که پخپله سیاسي اړخونه خپل اوسنی تمایل وساتي او پر دې بهیر باندې کار ته دوام ورکړي نو دا [پروسه] بریالۍ کیدای شي.»

 

زموږ له ارشيف څخه