په غزه کي پر يوه دايمي اوربند هوگړه سوې ده
۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبهپه غزې تراډه کې د اسرائیلو پوځ او افراطي فلسطینیانو تر منځ تر اوو اوونیو نښتو وروسته د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۴م کال د اگست۲۶مه) د یوه دایمي اوربند پر سر توافق رامنځ ته شوی دی. د جگړې دواړه اړخونه د مصر په منځگړتوب یوه توافق ته رسیدلي دي چې له مخې یې د ساحلي سیمي د یوې برخې د محاصرې ختمول هم په نظر کې نیول شوي دي. دغه اوربند د سیمې پر وخت د ماښام له شپږو بجو راهیسي نافذ شوی دی او تر اوسه تطبیقیږي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت او د فلسطین د خپلواکمني ادارې د مشر محمود عباس، له خوا د «بشپړه یا جامع» اوربند خبره کیږي خو د اسرائیلو په حکومتي کړیو کې بیا له یوه «دایمي» اوربند څخه خبره کیږي.
د مصر له خوا ویل شوي دي چې د اسرائيلو له اړخه له غزې سره پوله باید د بشري مرستو د رسولو له پاره په عاجل ډول پرانیستل شي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره باید روغتیاپال او ساختماني مواد هم غزې ته ورسول شي. همداشان فلسطينیانو ته په ساحلي سیمه کې تر ۶ سمندري میله ساحه کې د کب نیونې اجازه هم ورکړل شوې او په یوه میاشت کې باید په مصر کې په دې هکله د نورو اقداماتو په اړه خبري اتري وشي.
بان کي مون: «کوچنۍ سرغړونه به هم په بشپړه توگه غیر مسئولانه کار وي»
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هیله څرگنده کړې ده چې د یوه اوربند په رامنځ ته کیدو سره په سیاسي توگه د کړکېچ د هوارۍ لار پرانېستل شوې ده. خو هغه په عین وخت کې اسرائیلو او فلسطینيانو ته خبرداری هم ورکړی دی چې د «اوربند په مقابل کې کوچنۍ سرغړونه به هم په بشپړه توگه یو غیرمسئولانه کار وي.» همداشان د امریکا متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزیر جان کیري د یوه دوامدار اوربند غوښتنه کړې ده.
په غزې تراډه کې په زرونو خلکو د یوه اوربند پر سر هوکړي ته د رسیدو له کبله خپله خوښي څرگنده کړه او هغه یې ولمانځله. په غزې تراډه کې د اوسني کړکېچ له پېل راهیسې د لومړي وار د واکمنې ډلي حماس او د نورو ډلو لکه د اسلامي جهاد په شان استازي یو ځای راڅرگند شول. هغوی د خپلو زرونو پلویانو پر وړاندي ویناوي وکړې. هغوی په خپلو څرگندونو کې د خپل یوه سمندري بندر او هوایي ډگر د جوړیدو اعلان وکړ. حتی هغوی په وسلو د غزې تراډي د سمبالیدو په هکله څرگندوني هم وکړې.
فلسطینیان د ملگرو ملتونو له امنیت شورا څخه د مرستې په لټه کې دي
د سه شنبې په ماښام په رام الله کې د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان (پي ال او) او د عباس د الفتح گوند د هیئت تر منځ ملاقات شوي دي. د فلسطین د آزادي بخښوونکي سازمان د وینا له مخې فلسطینیان غواړي چي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په ملاتړ په یو ټاکل شوي وخت کې د اسرائیلو اشغال ته خاتمه ورکړل شي.
په غزې تراډه کې خونړۍ نښتي د جولای میاشتي له اتمي نېټې راهیسې د اسرائیلو له اړخه په تعرضي پوځي عملیاتو سره پېل شوې. د دغه عملیاتو موخه له فلسطیني سیمو څخه پر اسرائیلي خاوره د پر له پسي توغندیو بریدونو ختمول وو. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دغه ترڅ کې له فلسطیني اړخه تر ۲۱۰۰ زیات انسانان ووژل شول چې کابو۵۰۰ يې ماشومان ول. د اسرائیلي اړخ له لوري ۶۴ سرتیري، ۴ ملکیان او یو تایلینډی چې د بزگر په توگه یې کار کاوه، وژل شوي دي.