په غزني کې له طالبانو سره سخته جګړه روانه ده
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبهد غزني د ولایتي شورا غړي احمد فقیري، ویلي دي چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د نښتو په پايله کې ۲۱ افغان پولیس وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې اوس د جغتو ولسوالۍ پر مرکز باندي جگړه روانه ده.
فقیري زیاته کړې ده چې د جغتو ولسوالي د ملي امنیت ادارې مشر هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی. د فقیري په خبره د سه شنبې په ورځ پیل شوې نښتې اوس له جغتو او د ګیرو ولسوالۍ له ځینو سیمو پرته په نورو ولسوالۍ کې ختمي شوي دي.
د غزني د ولایتي شورا بل غړي غلام سخي امار، ویلي دي چې طالبانو د پولیسو قوماندنۍ ته اور ورته کړی دی او نښتې اوس هم روانې دي. هغه دا نه ده روښانه کړې چې په کومه ولسوالۍ کې د پولیسو د قوماندانۍ ودانۍ ته اور ورته شوی دی.
د غزني په ولسوالیو کې طالب جنګیالي او افغان ځواکونو له اوونیو راهیسې د ولسوالیو پر سر یو له بل سره په نښتو اخته دي. له بلې خوا پر فراه ښار باندې د طالب جنګیالیو ۲۲ ساعته برید د لسونو کسانو تر وژل کیدو وروسته پای ته رسیدلی دی. اوس یاغیان له ښار څخه پر شا شوي دي.
پر دې ښار باندې د برید په پایله کې د افغان ځواکونو په ګډون د ۳۵ او ۴۰ کسانو تر منځ وژل شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي دي چې د فراه ولایت پر مرکز باندې د برید په پایله کې شاوخوا ۳۰۰ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.
ځايي چارواکو په دقیقه توګه نه ده روښانه کړې چې پر دې ښار باندې د برید کوونکو طالبانو شمیر څومره وو، خو د هغوی شمیر د سونو او ۲۰۰۰ تر منځ ښوول شوی دی.