په غزني کې د سړک د غاړې ماین ۱۲ ملکیان ووژل
۱۳۹۳ خرداد ۱۰, شنبهد غزني ولایت والي محمد موسی اکبر زاده، له دویچه ویله سره په یوې ځانگړې مرکه کې وویل چې د پیښې قربانیان په یوه تونس ډوله موټر کې سپاره ول. هغه د پېښې پړه د تل په څیر د افغانستان پر دښمنانو باندې اچولې ده: «نن سهار په ډیر تاسف سره زموږ یو شمیر ملکیان چې په کې ماشومان، ښځې او نارینه شامل ول د یوه واده له پاره یوه کلي ته تللي وو [...] دغه کسان د یوه ماین چې د وطن دښمنانو ځای پر ځای کړی وو ښکار شوي دي چې په تونس موټر کې سپاره ټول ۱۲ کسان وژل شوي دي.»
د غزني والي محمد موسی اکبر زاده، د مرکې بشپړ غږ دلته واورئ.
د والي په خبره په دې سیمه کې یو بل موټر هم د سړک د غاړې له ماین سره برابر شوی دی چې په کې سپاره کسان په سطحي ډول ټپیان شوي دي.
پېښه د گیرو ولسوال هم تایی کړې ده. هغه ویلي دي چې په پیښه کې دوه تنه نور ملکي وگړي ټپیان شوي هم دي. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې کیدای شي د وژل شويو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي.
طالبان وخت نا وخت د افغان او بهرني امنیتي ځواکونو د په نښه کولو له پاره د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځای کوي، خو دغه بمونه ډیر وخت د ملکي وگړو له پاره مرگ ژوبله رامځته کوي. په هغو بریدونکو کې چې ملکي وگړي وژل کیږي، ډیر وخت یې څوک مسوولیت پر غاړه نه اخلي.