1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کي د ټاکنو د سياليو بهير پڅ روان دی

۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبه

په غزني ولایت کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ته د ټاکنیزو هڅو لړی کم رنګه ښکاري. یوازې د ګوتو په شمار جهموري ریاست ته د څو کاندیدانو انځورونه د ښار په بیلابیلو برخو کې ترسترګو کیږي...

https://p.dw.com/p/IzUZ
په غزني کي پر يو هوټل باندي د کانديدانو عکسونه
په غزني کي پر يو هوټل باندي د کانديدانو عکسونهانځور: AP

په غزني ولایت کې د ولایتي شوراګانو یو شمیر کاندیدان وایي چې دوی د خپلو ټاکنیزو هڅو په وړاندې بیلابیلې ستونزې لري.دوی وایي چې د خراب افتصاد له آمله نشي کولای په پراخه کچه کمپاینونه وکړي او له بل لوري د دوی انځورونه د نامعلومو کسانو لخوا شکول کیږي.

شیرمالک د ولایتي شورا کانديد وايي. ځینې خلکو خپل عکسونو لګولي دي خپل هدف یې معلوم دي هغه خلک چې اقتصادي وضع یې خرابه ده نو نشي کولای دیرش زره څلویښت زره روپی عکسونو باندې ورکړي عمده مشکل خو دا هم ده او وضع امنیتي تر ټولو نه تاسوته ښه روښانه ده چې امنیتي وضع د غزني ډیره خرابه ده ۹۰ فیصده د دې امکان نشته ده چې وکیلان لاړشي چیرې او خپل کمپاین وکړي او ځینې خلک راټول کړي او خپل اهداف ، مخامخ هغو ته روښانه کړي او زما هدف روښانه دي اوما تراوسه عکسونه ندی چاپ کړی هغه مشکل هم اقتصادي مشکل ده ،امنیت نشته یو سړی مانځه ته نشي ورتلی نود کمپاین لپاره ډیر مشکله ده چې هلته کمپاین وشي.

د چارواکو په وینا غزني ولایت کابو یو میلیون نفوس لري او په دې ولایت کې ۹۳ تنو ځانونه د ولایتي شورا لپاره کاندید کړي دي چې اته یې ښځې دي.

د غزني ولایت سهمیه په ولایتي شوراګانو کې ۱۹ څوکی دی چې ۵ څوکی ښځو ته په پام کې نیول شوی دی .

یو شمیر دغه کاندیدان له دولت څخه شکایت کوي او وايي چې دوی ته په دولتي ځایونه کې د کمپاین لپاره اجازه نه ورکوي او دوی نه پوهیږي چې خپل پروګرامونه څنګه خلکو ته ورسوي. دوی وایي چې د ټاکنو نيته نږدې ده او ګوتڅنډنه کوي که چیرې دغه حالت همداسې دوام وکړي یو شمیر زیاد کسان به د دوی له پروګرامونو څخه بې خبره پاتي شي.

زما نوم حمیده ګلستاني دی کاندید یمه د شورای ولایتي ته غزني ولایت کې ،جمعې لمونځونه دي په جوماتونوکې ما څو ځلې وغوغته چې د لمونځونه څخه وروسته یو څو خبرې خلکو سره ولرم، ځان وپیژنم، ووایم چې ځه څوک یم،څه غواړم،دوی ماته اجازه ندې ورکړی او ماته وایي دلته اماکن مقدسه دی او دلته د تبلیغاتو ځای نسته د هیڅ کاندید لپاره ،مکتبونو کې هم اجازې نلرو مشکلات خو ډیر دي نه یم خبر چه خدای رحم وکړی او مشکلات اسان کړي که کوم معجزه وشي نور امید نه لرو موږه په غزني ولایت کې.

د ټاکنو د شکایت اوریدنو کمیسیون وایي چې دولت نشي کولای دولتي ځایونه په مساویانه ډول ټولو کاندیدانوته په واک کې ورکړي او هیڅ یو کاندید نشي کولای له دولتي ځایونه نه د خپلو ټاکنیزو هڅو په خاطر ګټه واخلي.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په غزني ولایت کې د کاندیدانو کمپاینونه په عادي ډول روان دي او تر اوسه یوسل او پنځه اویا زره کسانو په دغه ولایت کې د رایه ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي.

نورمحمد نور د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاندوايي. غزني خو یو لرغونی ولایت ده تاسو هم پوهیږی چې ډیر کسان هلته لیوالیه دي چې د ولایتي شورا لپاره ځانونه نومولي دي د دوی تر منځ یو سالم رقابت روان دی یو شمیر کسان د دغو څخه کمپاینونه کوي خپلو کړنلار خلکو ته رسوي چې دغه بهیر هم په نارمل توګه دنورو ولایتونو په سیر باندې په دغه ولایت کې پرمخ ځي.

په ټولیزه توګه د ولایتی شورا لپاره په ۳۴ ولایتو کې ۳۱۹۶ کسان کاندیدان دي چې په دې کې ۳۲۸ یې ښځې دي. خو د غزني ولایت یو شمیر اوسیدونکي د دې ولایت د ناکراریو په اشارې سره وایي چې هغه وخت په ټولټاکنو کې برخه اخلي چې امنیت په دې ولایت کې په پوره ډول ټینګ شي .

دوی وایي که امنیت همدغسې وي نو د خپل ځان د امنیت د خوندیتوب په خاطربه د رایه ورکولونه تیرشي.

۱:نه د بی امنیتیو له لاسه رایه نشم ورکولی غریب سړی پایمال دی په دې خاطر انتخاباتو کې برخه نسو اخیستی که د انتخاباتو کې برخه واخلم هغه مې وژني کې وانخلو نه پوهیږم دوی څه راباندې که یي .

۲: په یو کلي کې یوه رقم حکومت ده په بلې که بل رقم حکومت یو د بل له ډاره حال نشي ویلی .

۳:رای نمیدهم چرا که حکومت نیست ما از غزني تا کابل می اییم سرما صد پادشاهی است که امنیت نباشد ما به کی رای بدهیم وقتی که امنیت امد باز رای میدهیم ضرور.

د غبرګولي د میاست په ۱۷ نیټه د غزني ولایتي شورا ته درې کاندیدان د خپلو کاندیداتوریو څخه تیر شول او له دې نه څه موده مخکې مولوی اطهر چې دغلته ولایتي شورا ته کاندید ؤ د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شوه.

احمد فرهاد

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب