1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د «داعش» پرمختگ امریکا اندیښمنه کړې

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر وړاندي د عراق پوځ وروستۍ پر له پسې ناکامۍٍ، ښايي امریکا دې ته مجبوره کړي چې په دغه هیواد کې یووار بیا خپل پوځي فعالیتونه پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/1FeTr
انځور: Getty Images/J. Moore

په عراق کې د «اسلامي دولت» جنگياليو پرمختگ امریکا متحد ایالات مجبوروي چې نور زیات عراقي سرتیري وروزي. خو غټه ستونزه دا ده چې ډیر لږ عراقیان عسکرۍ خدمت ته چمتو کیږي.

د متحدو ایالاتو د پوځ ویاند، ستیفن وارن په واشنگټن کې وویل چې په راتلونکې کې بايد ډېر زیات عراقي سرتیري وروزل شي. د هغه د وینا له مخې په اوس وخت کې د سوونو نورو امریکايي پوځي روزنکو پر استولو باندي غور کیږي. افراطي ډلي «اسلامي دولت» په می میاشت کې رامادي ښار ونیو.

آیا په عراق کې د «داعش» پر ضد نوی یرغل په پلان کې دی؟

وارن وویل: «دا چې د متحدو ایالاتو له خوا د روزل شوو عراقي سرتیرو توانمندي د انتظار پر خلاف پیاوړې ده، نو دا د ټولو اړخونو په گټه ده چې د روزني لمن پراخه کړل شي. د امريکا پوځ غواړي چې په خاصه توگه د عراق سنیان د «داعش» پر ضد جگړې له پاره وروزي. وارن یادونه وکړه چې د پوځي روزني لمن له پراخیدو سره په عراق کې د امریکایانو پوځي حضور هم کیدای شي پراخ شي.

يو کال دمخه د اسلامي دولت جنگياليو په هغه وخت کې د «عراق او شام اسلامي دولت» یا «داعش» په نوم شهرت پیدا کړ، د عراق د موسول ښار په یوه ناڅاپې حمله کې په ډيري اسانۍ سره ونیو. د «داعش» له ویري په زرونو خلک د «اربیل» پر لور چې د کردانو د خپلواکمن حکومت مقر دی وتښتیدل.

له یو کال راهيسي «داعش» په عراق کې خپل کنترول پراخ کړ او حتی د متحدو ایالاتو په مشرتوب د یو نړيوال ائتلاف هوايي بمباریو هم تر اوسه پوري د دغو جنگياليو د پرمختگ مخه نه ده نیولې.

تراوسه۹۰۰۰ عراقي عسکر روزل شوي دي

اوس۳۰۰۰ امریکايي پوځیان د عراق په څلورو پوځي مرکزونو کې د روزني په کار بوخت دي. په واشنگتن کې له حکومتي کړیو څخه اوریدل کیږي چې ولسمشر بارک اوباما د نزدې۵۰۰ نورو امریکايي پوځي روزنو د لیږلو په هکله فکر کوي.

امريکا او د هغه متحدان تر اوسه پوري ۹۰۰۰ عراقي عسکر روزلي دي او۲۶۰۰ نورو د روزني په حال کې دي. په واشنگټن کې اوس په دې هکله خبري کیږي چې کیدای شي د عراق په انبار ولایت کې یوه نوې امریکايي پوځي اډه جوړه کړل شي څو د «داعش» پر ضد جگړې ته شدت ورکړل شي.

د عراق د سني عسکرو د روزني اداره تر اوسه پوري د بغداد حکومت چې د شيعه گانو تر نفوذ لاندي دی، پر غاړه ده. خو د دې کار د نتایجو په هکله متحد ایالات راضي نه دي او غواړي چې دغه کنترول په خپل لاس کې واخلي. خو د وسلو وېش به له دې وروسته هم د عراق حکومت کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب