1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عاجل ډول د افریقایې مهاجرو د اخراجولو طرحه

۱۳۹۵ مهر ۲۲, پنجشنبه

نور نو هغه افریقایې مهاجر چې اروپایې اتحادیه یې په مدیترانه کې رانيسي ایټالیې ته نه رواړل کیږي. د کورنیو چارو وزیران په دې هکله مشورې کوي، خو دغه پلان تر اوسه پورې نه دی عملي شوی.

https://p.dw.com/p/2RCP3
EU Libyen Migranten
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti

د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو اعلان کړی وو چې د پناه غوښتنې حق او دوبلین د مقرراتو په برخه کې به پر اصلاحاتو موافقې ته ورسیږي، خو داسې معلومیږي چې د روان کال تر پایه به په دې کار بریالي نه شي.

د کډوالو کړکیچ په پام کې نیولو سره په دې توګه به د شینګن په حوزه کې دننه د یو شمیر هیوادونو په سرحدي پوله کې د خلکو د کنترول روان بهیر په خپل حال باقي پاتې شي.

دغه موضوع ګانې په لوکزامبورګ کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو په برخه کې د اصلاحاتو په اړه د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د سلا مشورو محوري ټکي ول. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د اروپا په حوزه کې دننه موجود د سرحدي کنترول (لکه اوس چې د آلمان او اترش په سرحد کې ترسره کیږي) د غځولو غوښتنه وکړه.

آلمان، اتریش، ډنمارک، سویډن او ناروی هیوادونو په خپلو سرحدي پولو او بندرګاو کې د مهاجرتونو د تګ راتګ د مخنیوي له پاره کنترول سخت کړی دی.

د بالکان مسیر بندیدل او د مهاجرو په اړه له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته له دغو لارو څخه اروپا ته د مهاجرو د راتګ هجوم کم شوی دی. خو برعکس له لیبیا څخه د مدیترانې په خطرناکه لاره ایټالیا ته د مهاجرو د راتګ بهیر چټک شوی دی.

د اروپا د سرحدونو د کنترول ماموریت Frontex-Missio او د ایټالیې سرحدي ګارد د روان کال له جنوري څخه تر سپټمبره پورې ۱۲۰ زره مهاجر له سمندر څخه ژغورلي دي.

د اروپایې اتحادیې دیپلماتانو وویل: «موږ له شمالي افریقایې هیوادونو سره داسې یوې موافقې ته اړتیا لرو چې هغه انسانان چې ژغورل کیږي، هغه دې په شمالي افریقا کې ډاډمنو استوګنځایونو ته بیرته انتقال شي او هغه کسان چې حفاظت ته اړتیا لري هم هلته ارزیابي شي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر بیا خپله طرحه داسي وړاندی کړه : «له هغه ځای څخه موږ د سخاوتمندانه سهمیې له مخکې دوی اروپا ته انتقالوو او په منصفانه توګه یې د اورپایې اتحادیې پر غړو هیوادونو ویشو. او پاتې نور باید بیرته خپلو هیوادونو  ته ستانه شي.»