1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په طرابلس کي د ډزو لړۍ دوام لري

۱۳۹۰ مرداد ۳۰, یکشنبه

د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کي د ورځي په پېل سره د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي. معمر القذافي د نا معلوم ځای څخه په وينا کي ويلي چي په پلازمېنه کي راننوتلو ياغيانو ماته خوړلې ده. پاڅونکونکي ادعا کوي چي جگړه لا روانه ده.

https://p.dw.com/p/12KrV
انځور: dapd

د ليبيا په حکومتي تلويزيون کي د قذافي يو ږغيز پېغام خپور سوی، چي ويلي يې: « مږې پر شا تمبول سوي دي.» قذافي د «مږو» لغت د ياغيانو لپاره کاروي او وايي، چي د گوتو په شمېر يو څو ياغيان، چي طرابلس ته ننوتلي ول له منځه وړل سوي دي.

خو د ليبيا د پاڅونکونکو د شورا يوه لوړ پوړي مشر بيا ويلي، چي په طرابلس کي جگړه روانه ده. ياغيانو زياته کړې چي روانه جگړه د پلازمېني طرابلس د نيولو لپاره ټاکونکې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخي په طرابلس کي د ډزو د لړۍ د پېل څخه 12 ساعته وروسته لا دغه سلسله دوام لري. د سهار کېدو څخه وروسته لږ تر لږه 5 سترې چاودنې اورېدل سوي دي او د توپکو د ډزو لړۍ هم روانه ده. د رويترز خبري آژانس يوه خبرياله چي د طرابلس په مرکز کي په يوه هوټل کي ده وايي چي په هر څو دقيقو کي د ډزو ږغونه اورېدل کيږي خو کله کله سترې چاودنې هم واورېدل سي.

د ياغیانو يوه غړي ويلي چي د قذافي ځواکونو د مهمو حکومتي ودانيو او د قذافي د ماڼۍ پر بامونو نخښه ويشتونکي ځای پر ځای کړي دي. ياغيان زياتوي چي د درو اړخونو يې پر طرابلس بريد پېل کړی دی او د دغه بريد په هکله يې ناټو او ملگرو عربي هيوادونو ته معلومات هم ورکړي دي.

حکومتي تلويزيون داسي اعلانونه خپروي چي پکښي د طرابلس د اوسېدونکو څخه غوښتنه کيږي چي د خپلو کورنو پر بامونو و «ترهگرو» ته ځای ورنه کړي. پر ولسي کسانو ږغ سوی دی چي د خپل ښار د خرابونکو پر ضد د حکومتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د هغوی په نيولو کي فعاله ونډه واخلي.

په عيني حال کي واشنگټن ويلي دي چي « د قذافي ورځي د گوتو په شمار دي.». د سپيني ماڼۍ يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چي ولسمشرباراک اوباما چي د مارتا په سيمه کي رخصتۍ تېروي په دوامداره توگه د لبيا د وضعې په هکله خبرول کيږي. د سپيني ماڼۍ دغه چارواکي ويلي دي چي که طرابلس هم د ياغيانو لاس ته ولويږي نو د قذافي اوسنی بد حالت به لا پسي بدتر سي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل