1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صربستان کې د مهاجرو بې صبري مخ پر ډیریدو ده

dw-N.S۱۳۹۵ تیر ۲۰, یکشنبه

د صربستان او هنگري په سرحد کې د مهاجرو په موقتي سرپناو کې بې صبره، خو هیله من مهاجر د سرحدي خنډونو او سختې گرمۍ په نه پام کې نیولو سره د اروپایې اتحادیې هیوادونو ته د ننوتو په تکل کې دي.

https://p.dw.com/p/1JMa3
انځور: DW/B. Bardi

اروپایې اتحادیې د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي په خاطر شرایط سخت کړي دي. خو په صربستان کې مهاجر وایې چې دوی به د ښه ژوند په موخه خپل پیل کړی سفر پای ته ونه رسوي. دوی اوس هم هیله من دي چې هنگري هیواد ته په ننوتلو به بریالي شي.

د منځني ختیځ، اسیا او افریقایې هیوادونو نږدې ۶۰۰ مهاجر د تیر یوه میاشت راهیسې د هنگري له سرحدي پولې څخه څو متره لیري په موقتي خیمو کې شپې ورځې تیروي.

هنگري په خپله سرحدي پوله Horgos-Roszke سخت امنیتي تدابیر او اغزي لرونکي سیمان نیولي دي. دغه مهاجر په هنگري هیواد کې پناه غوښتنې ته لیواله دي.

د جگړه ځپلو هیوادونو مهاجر د دې خبرې پروا نه کوي چې د هنگري حکومت نه یوازې د مهاجرو د سیاسي پناه په برخه کې خپل شرایط سخت کړي دي، بلکه پر دې خبرې هم ټینگار کوي چې دغه هیواد ته په غیرقانوني توگه داخلیدونکي مهاجر به هم بیرته وایستل شي. دغه قانون د جولای میاشتې له پنځمې نیټې څخه عملي کیږي.

په بوداپست کې د حکومت له خوا د دغو وروستیو اقداماتو له امله په صربستان کې د موجودو مهاجرو بې صبرې نوره هم ډیره شوی ده. په صربستان کې د ملگرو ملتونو د یوه چارواکي په حواله په دغه هیواد کې د مهاجرو بې قراري زیاته شوی، ځکه دوی ویني چې خوبونه یې د ماتیدو له گواښ سره مخامخ دي.

له همدې امله د هنگري په سرحد کې د راټولیدونکو مهاجرو شمیر په تیرو څو ورځو کې دوه برابره زیات شوی دی. اوس مهال په دغه سرحدي سیمه کې دیارلس نیم سوه مهاجر راټول شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د یوه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په صربستان کې نږدې ۱۰۲۰۰۰ مهاجر ثبت او راجستر شوي دي.
د یوه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په صربستان کې نږدې ۱۰۲۰۰۰ مهاجر ثبت او راجستر شوي دي.انځور: picture alliance/dpa/S. Ujvari

همدارنگه د صربستان په یو شمیر نورو سیمو کې هم د مهاجرو هجوم ترسترگو کیږي. که څه هم په تیرو څو میاشتو کې صربستان ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر کم شوی دی، خو سره له دې هم په روان کال کې دغه هیواد ته په اوسط ډول د ورځې ۵۰۰ مهاجر را رسیږي.

د یوه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په صربستان کې نږدې ۱۰۲۰۰۰ مهاجر ثبت او راجستر شوي دي.

بل لور ته د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې«UNHCR» ویلي دي چې په صربستان کې د مهاجرو د کمپونو وضعیت ډیر زیات خراب دی، په ځانگړي توگه د هروگوس، په سیمه کې د مهاجرو په موقتي کمپونو کې د اوبو د بدرفت د مسائلو سربیره د بنسټیزو مرستو نه موجودیت مهاجر ډیر اندیښمن کړي دي.

په همدې منځ کې یو شمیر مهاجر هڅه کوي چې د انساني قاچاقبرانو په مرسته له صربستان څخه هنگري ته ننوزي، خو امنیتي کارکونکي هغوي نیسي او بیرته یې صربستان ته استوي. د هنگري چارواکو په حواله په روان کال کې نږدې ۱۷ زره مهاجرو دغه هیواد ته د داخلیدو کوښښ کړی دی.