په شينگن حوزه کي د سرحدي کنترول د تمديد وړانديز
۱۳۹۵ بهمن ۷, پنجشنبهدغه سپارښتنه د اروپايي ټولني کمېسيون له خوا شوې چې د دغي ټولني د ستراتيژيکو او سیاسي موخو د ټاکلو مسئوليت لري. دا خبري په داسي وخت کې مطرح شوي چې په پام کې ده په راتلونکې اوونۍ کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو مشران د مالتا په پلازمېنه کې ملاقات وکړي. د دغي کتني اصلي موضوع د مهاجرت په اړه ده.
دغه وړاندیز چې د اروپايي اتحاديې د غړیو هيوادونو تصويب ته اړتيا لري، اتريش، ډنمارک، آلمان، سویدن، ناروې او سويډن ته اجازه ورکړي چې د خپلو سرحدی پولو کنترول د ۲۶ هيوادونو په حوزه کې دوام ورکړي.
د سرحدونو دغه ډول کنترول د ۲۰۱۵کال د مهاجرو د بحران له پيل سره رامنځ شوی دی.
د اروپای اتحاديې کميسار دیمیتری اوراموپولوس، چې د پناه غوښتونکو د مسايلو مسئولیت لري ويلي چې د اروپايي اتحاديې هدف دا دی، څو د سرحدونو دغه موقتي کنترول هر څومره چې ژر ممکنه وي ودروی.
اوراموپولوس وويل: «په تيرو مياشتو کې له پرمختګونو سره سره په خواشینۍ سره موږ بيا هم نورمال حالت ته نه یوو راګرځيدلي.»
هغه زياته کړې ده چې د اروپا کمېسيون د سرحدونو کنترول د تمدید له پاره «د ټاکلي او محدود دري مياشتنی وخت» سپارښتنه کړې او حتي له هغه وروسته يې غړيو هېوادونو ته توصيه کړې ده، څو له دې اقدام څخه د يوي وروستۍ چاري په توګه کار واخلي.
اوراموپولوس وويل: «دغه ډول کنترل د همېشه له پاره نه شي کيدلای.»
د سرحدونو د کنترول اوسنی ټاکلې وخت په فبروري مياشت کې پای ته رسیږي. د هغه نور تمديد هيوادونو ته اجازه ورکوي چې د سرحدونو کنترول تر می مياشتي پوري دوام ورکړي.
دنمارک د اروپاي کمېسيون د دغه اعلان په غبرګون کې ويلي دي چې د پناه غوښتونکو د بهیر د مخنيوی له پاره پر خپلو سرحدونو کنترول تر می مياشتی پوري غځوي.
اروپايي کمېسيون دغه راز پتېيلې ده چې اروپايي اتحادیه د ليبیا د چارواکو او ساحلي ساتونوکو ملاتړ نور هم ډېر کړي، څو د مديترانې او اروپا پر لور د مهاجرو د تگ مخنيوی وکړي.
نور مطالب: