1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په شلو کالو کي به د وچکالۍ مهاجرين زيات شي»

۱۳۹۶ آبان ۱۴, یکشنبه

د چاپيریال ساتنې کارپوهان په شلو راتلونکو کلونو د اقليمي بدلون له کبله د مهاجرت له زياتوالي خبرداری ورکوي. هغوی وايي چي له افریقا له څخه به د وچکالۍ له کبله د اروپا په لور د انسانانو مهاجرت زيات شي.

https://p.dw.com/p/2n3Ov
Indien Ahmedabad - Dürre
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

په ميلونونو انسانان اوس مهال د اقليم له بدلون څخه  زوریږي او دا حالت نور هم زياتیږي. امنیتي کارپوهان د اروپا په لور د مخ په ډيريدونکي مهاجرت څخه خبرداری ورکوي.

هغه وجوهات چي له ټولو څخه زيات انسانان و کډه کولو ته اړباسي هغه وچکالي، طوفاني هوا او سیلابونه دي. د امریکې د سمندرې ځواکونو پخوانی جنرال سټيفن چېني په شلو راتلونکو کلونو کې د اقلیم بدلون رامنځ ته کیدلو په هکله وايې: «کله چې اروپا نن ورځ فکر کوي چې د مهاجرینو سره ستونزي لري، نو راتلونکي شل کاله انتظار وکړئ.» هغه زياتوي چي په راتلونکو شلو کلونو کې د اقلیم بدلون به له افريقا څخه تر شل ميلونه پوري انسانان تيښتې ته مجبوره کړي.

چېني يو د هغه ډير شمير د چاپيريال ساتنې او امنیتی چارو کارپوهانو څخه دی چې د چاپيريالي عدالت د بنسټ (Environmental Justice Foundation) له خوا په لندن کې په يو تازه خپور سوي راپور کي يې د هوا د تودوخې د ممکنه زياتېدو له کبله يې د پايلو د رامنځ ته کيدلو په هکله څرګندونې کړي دي.

د خپل حفاظت له پاره ډير کمزوري دي

په بيوزلو هیوادونو کې دغه د اوبو او هوا بدلون خطر پنځه ځلي زيات دی. دا د پنجشبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۵مه نېټه) د آکسفام مرستندويه سازمان له خوا په خپور کړل سوي یو رپوټ کې راغلي دي.

د ياد راپور پر اساس د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ هر کال په اوسط ډول ۱۴ ميلونه انسانان د خپلو اصلي ټاټوبو څخه تيښتې ته له دې کبله اړ سوي چي په ټاټوبو کي يې طبعي فاجعې رامنځ ته سوي دي.

له آکسفام څخه د چاپيريال پيژندنې کارپوه جان کوالڅيګ وايې:«په دغه هيوادونو کې انسانان ډير کله د بيوزلۍ له کبله د دې وړتيا نه لري،چې د طبعي فاجعو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي.» د دغه کارپوه په وينا د بيلګې په توګه د په بېوزله هيوادونو کي د اوسیدلو اکثریت کورونه په داسې ډول نه وي ودان شوي، چې د طوفان او سيلاب پر وړاندې مقاومت وکړای شي او نه هم د صنعتی هيوادونو په څېر داسي کوم د ډاډ وړ سیستم لري چې دوی ته پر وخت د طبعي فاجعې د راتلو خبر ورکړي.

جان کوالڅيګ زياتوي چي په زیاته په دغه هیوادونو کې هغه خلک، چې په ټولنه کې لږ فعاله دي اغیزمن کیږي، لکه مېرمني، زاړه انسانان او يا په سياسي توګه تر فشار لاندي راوستل سوي ډلې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.08.2017):