1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په شرقي غوطه کې تازه جګړې او د بشري مرستو نه رسیدل

۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعه

د سوریې رژیم او روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په دې هیواد کې د اوربند تر نافذیدو وروسته هم د پوځي فشار په توګه په سوریه کې د یاغیانو سنګرونه په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/2tae1
Syrien Blutvergießen in Syrien geht weiter - Hilfsorganisationen können Ost-Ghuta nicht erreichen
انځور: Reuters/B. Khabieh

په ورته وخت کې اوس هم تر ۴۰ ډیر په مرستو بار لارۍ شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته د مرستو رسولو له پاره د شرقي غوطې په سیمه کې بند پاتې دي. دغه موضوع د دې لامل شوې وه چې ملګري ملتونه په سوریه کې د اوربند د عملي کیدو غوښتنه وشوه. روسیې د پنجشنبې په ورځ په شرقي غوطه کې بیا هره ورځ د پنځه ساعته اوربند د عملي کولو اعلان وکړ.

خو د روسیې له لوري وړاندیز شوی دهلیز چې په سیمه کې د بند پاته شوو ملکیانو د وتلو له پاره وړاندیز شوی د دریمې ورځې له پاره لا هم خالي پاته دی چې دغه موضوع د جګړې د دواړو اړخونو ترمنځ د بې اعتمادۍ نخښه ده.

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول جان ایګیلنډ بیا هیله څرګنده کړې چې مرستندویه کاروانونه به وکولی شي چې په راتلونکو څو وروځو کې شرقي غوطې ته داخل شي.

ایګیلنډ ټینګار کوي چې یادې سیمې ته د بشري مرستو رسولو له پاره  پنځه ساعته اوربند کافي نه دی. په عین وخت کې په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د سوریې رژیم اړوند هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ تر غرمې مخکې شاوخوا ۹ بجې چې د اوربند د پیلیدو وخت دی، تازه هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې نهه ملکي کسان وژل شوي دي.

Syrien Blutvergießen in Syrien geht weiter - Hilfsorganisationen können Ost-Ghuta nicht erreichen
انځور: Reuters/B. Khabieh

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شنبې په ورځ د سوریې په دې سیمه کې ۳۰ ورځنی اوربند تائید کړ، خو دغه اوربند تر اوسه پورې عملي شوی نه دی او پر ځای یې هره ورځ یوازي د پنځو ساعتونو له پاره د جګړې وقفه رامنځ ته کیږي. امریکا متحدو ایالاتو بیا له روسیې غوښتي چې د بشاالاسد پر رژیم باندي د خپل نفوذ له لاري، د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوی اوربند عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هییتر ناویرت په دې هکله ویلي دي: «دا ښکاره ده چې دغه اوربند کار نه ورکوي. روسیې د بشري مرستو د رسولو له پاره د دهلیز  غوښتنه کړې ده چې ریشخندي ته ورته [اقدام] دی. روسیه باید داسې یو کار وکړي چې ملګرو ملتونو هغه ته رایه ورکړې ده او هغه د سوریې د هیواد په کچه اوربند دی.»

خو پر دې سربیره روسیه او د سوریې رژیم په شرقي غوطه کې پر یاغیانو تور پوري کوي چې دوی د بشري مرستو رسولو له پاره رامنځ ته شوی دهلیز په نخښه کوي، ترڅو په دې سیمه کې د جګړې له امله بند پاتې کسان بهر نه شي.

پر غوطه بریدونه د انځور په ژبه، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: