1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپیانو او کټارو د پناه وړنکو مخنیوی

آژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۱۰, شنبه

بریتانیا تصمیم لري چې له فرانسې څخه بریتانیا ته د پناه وړنکو د بهیر د مخنیوي لپاره نورې کټارې جوړې کړي او د پلټونکو سپیانو او نورو امکاناتو له لارې دې لړې ته د پای ټکی کیږدي.

https://p.dw.com/p/1G8MO
په فرانسه کې ایرتونل ته نژدې پناه وړنکي
په فرانسه کې ایرتونل ته نژدې پناه وړنکيانځور: Reuters/P. Rossignol

د بریتانیا صدراعظم دیود کمرون خبرداری ورکړی چې سږکال ټول دوبی به کې د هغو پناه وړنکو بهیر نور هم تند شی چې هڅه کوي د فرانسې د «کالی» بندري ښار څخه د «چینل تونل» یا «ایرو تونل» له لارې بریتانیا ته ننوځي.

په تیرو ورځو کې په زرهاو کډوالو د فرانسې د «کالی» په بندر کې د ایرو تونل چې د «مانش تونل» په نامه هم یادیږی له لارې یو خطر لرونکي، غیر قانون سفر ته ملا وتړله. دغه اوبو لاندې تونل فرانسه او بریتانیا سره تړې.

د فرانسې پولیسو وویل چې یواځې د جمعې په ورځ هغوی د څه د پاسه زرو هغو پناه وړنکو مخه ونیوله چې غوښتل د نوموړي تونل له لارې بریتانیا ته تیر شي. ۳۰ تنه نیول شوي دي.

دغه راز «کالی» ته ۱۲۰ نور فرانسوي پولیس استول شوي ترڅو هلته له څه د پاسه ۳۰۰ موجود پولیسي ځواک سره مرسته وکړي. په اوسني وخت کې تقریبا ۳۰۰۰ کډوال چې ډيريی له سورېې او اریتریا څخه دي، هلته ته دیره شوي او هڅې لري چې د بار وړنکو لاریو او اورگاډو په واسطه په غیرقانونی توگه بریتانیا ته تیر شي.

په فرانسه کې ایرتونل ته نژدې پناه وړنکي غواړي بریتانیا ته تیر شي
په فرانسه کې ایرتونل ته نژدې پناه وړنکي غواړي بریتانیا ته تیر شيانځور: Reuters/P. Rossignol

د «ایروتونل» د شرکت چې په پاریس کې مقر دی او د تونل چارې پر مخ وړي، یو ویاند وویل چې د پولیسي ځواک د غښتل کولو څخه را په دی خوا « ډير زیات اختلال» نه دی لیدل شوی. د جمعې پر سهار د شورشي پولیسو څلور بسونه د تونل دخولي ساحه تر څارنې لاندې نیولې وه.

د جمعې په ورځ د یوې بیړنې غونډې څخه وروسته د بریتانیا صدراعظم، دیوید کمرون وویل روانه وضع چې « خلک غواړي په غیرقانوني توگه زمونږ هیواد ته ننوځي» مطلقا د منلو وړ نه ده.»

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولانده چې ویل کیږي تیر شپه یې د کډوالو د کړکیچ په هکله له کمرون سره خبری کړې دي، وویل چې د تونل په سرحدي برخو کې « هر یو باید مسوولیت په غاړه واخلي.»

کمرون د جمعې په ورځ وویل چې بریتانیا به له فرانسوي پولیسو سره په گډه خپلې پوره هڅې وکړي ترڅو پرې نه ږدي چې کډوال تونل ته نژدې شي.

دغه راز د جمعې په ورځ د ایرو تونل چارواکو د فرانسی په کورنیو چارو وزارت کې له مسوولو کسانو سره ولیدل. هغوی دا خبره تصدیق کړه چې په «کالی» کې د تونل چاپیره به لوړکټارې جوړې کړای شي.

په کالی کی پولیس د کډوالو مخه نیسي
په کالی کی پولیس د کډوالو مخه نیسيانځور: Reuters/P. Rossignol

بندري احتجاجونه

د کډوالو د ستونزو سر بیره د «کالی» په بندر کې د بیړیو کارگرانو هم په احتجاجونو لاس بوری کړی دی. هغوی ټایرونو ته اور واچاوه ترڅو دغه بندر ته لاس رسی محدود کړي. له دې سره هغو سړکونو باندې چې تونل ته غځیدلي دي، کابو ۱۱ کیلو متر ترافیکي ازدحام رامنځ ته شوو.

د فرانسوي کمپنې « سکوپ سي فرانس» ۳۰۰ کارگرانو د هغه یو پلان پر ضد په احتجاج لاس پوری کړ چې هدف یی د ایرو تونل بیړې پر سیال دنمارکي شرکت DFDS باندی پلورل دي. د دغې سوداگرۍ په نتیجه کې ښايی په سلهاو کارگران بیکاره کړای شي.

د جولای په میاشت کې کار گرانو د کالی په بندر کې دوه بیړې، «رودین او برلیوز» اشغال کړی ترڅو د دغې معاملې پر ضد خپل غږ پورته کړي.