1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویس کانال کې ترهګریز برید ناکامه شو

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبه

مصري چارواکو ویلي دي په سویس کنال کې د شنبې په ورځ پر یوې لویې بیړۍ باندې یو ترهګریز برید ناکامه شوی دی. د سویس کانال د بیړیو له لارې د تجارتي مالونو د لیږد په برخه کې نړیوال ارزښت لري.

https://p.dw.com/p/19Zm0
د سویس کانال
د سویس کانالانځور: AFP/Getty Images

د رویترز خبري آژانس د سویس کانال د امیرالبحر مرستیال مهاب ممیش، له خوا د یوه خپور شوي رپوټ په حواله لیکلي دي چې د دغه برید هدفت د سویس د کانال له لارې د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډ رامنځته کول وو.

سویس کانال د لویو بیړیو په واسطه د سوداګریزو مالونو د لیږدولو په برخه نړیوال اهمیت لري. د اوبو د دې لارې ساتنه او حفاظت د مصري وسله وال پوځ پر غاړه ده. د ښاغلي ممیش له خوا په خپرې شوې بیانیه کې دا نه دي ویل شوي چې په دې سیمه کې د څه ډول برید د ترسره کیدو هڅې شوې وې.

د بیړۍ چلونې سکتور اړوندې ادارې دوو تنو کارکونکو د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط د رویترز خبري آژانس ته ویلې دي چې د دوو قوي چاودنو غږونه هغه وخت واوریدل شول چې پر کانتینرونو باره یوه بیړۍ له دغه کانال څخه د تیریدو په حال کې وه.

وروسته بیا د شنبې په ماښام د سویس کانال چارواکو د پېښې په اړه د توضیحاتو ورکولو پر مهال وویل چې د دې شنډ کړای شوې برید یو تن عامل غوښتل چې د سویس د کانال له لارې تیریدونکې بیړیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

د امیرالبحر د مرستیال په خبره په کانتینرونو بار دغه بیړۍ چې د ترهګرو له خوا يي د په نښه کیدو هڅې شوې د لاتینې امریکې د«پاناما» هیواد بیرغ لاره. دا بیړۍ Cosco Asia نومیږي. ممیش زیاته کړې ده چې په بیړۍ کې بار کانتینرونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

د امیرالبحر مرستیال ویلې دي چې د سویس د کانال دواړو خواو ته د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو امر شوې دی. د رویترز خبري آژانس په خپل دې رپوټ کې لیکلې دي چې تر اوسه پورې دا نه ده روښانه شوې چې آیا دا به د جولای د میاشتې په دریمه نیټه د پوځ له خوا د دغه هیواد د ولسمشر محمد مرسي، د لیرې کولو له قضيي سره تړې پېښې وې او که نه.

د محمد مرسي تر راپرځیدو وروسته په مصر کې پراخه مظاهرې روانې دي. د دغو مظاهرو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا د زور د استعمال په پایله کې تر اوسه پوری له ۱۰۰۰ څخه زیات انسانان وژل شوې.