په سوډان کې د جگړې او سولې۶۰ کاله د انځور په ژبه
د جنوبي سوډان د یاغیانو مشر او د مرستیال ولسمشر په توگه نومول شوی ریک مشار، بالاخره جوبا ته ستون شوی. ډیر کسان هیله من دي چې د هغه راتگ به دغه هیواد د ۲۰۱۵م کال د سولي تړون رسیدو ته یو قدم نور هم نزدي کړي.
سوډان: له لسیزو راهیسې جگړه
د جنوبي سوډان جمهوريت د څو لسیزي په رسمي توگه د سوډان جمهوریت برخه وه. د بیلتون پر سر لومړنۍ جگړه ۱۹۵۵م کال ته ورگرځي، یعنی آن د بریتانيا تر مستعمرې مخکي وخت ته.
په نسبي توگه امن
بیرته کورنۍ جگړې ته د ورگرځیدو ترمخه له ۱۹۷۳م کال څخه تر ۹۱۸۳م کاله پورې جنوبي سوډان په نسبي توگه له امن او خپلواکمنۍ څخه برخمن وو. د سوډان د خلکو آزداي بخښونکي غورځنگ او پوځ (SPLM/A) د جون قرنق په مشرتوب جگړه کې برخه واخیسته. وروسته دغه ډله د سلوا کيیر او ریک مشار په مشرتوب پر دوو مختلفو ډلو سره وویشل شوه.
خپلواکي
د ۲۰۱۱م کال په جنوري میاشتي کې د جنوبي سوډان خلکو د خپلواکۍ په پلوۍ رایې ورکړې. سلوا کيیر او ریک مشار د ولسمشر او مرستیال ولسمشر په توگه ونومول شول. نوي دولت تر دېره د سولي پر هغه تړون تکیه کوله چې په ۲۰۰۵م کال کې د قرنق تر څارنې لاندي رامنځ ته شو. هغه تر دغه تړون څو اوونۍ وروسته د یوې څرخۍ الوتکي د رالویدو په پيښه کې ووژل شو.
بیا وسلو ته لاس کول
د کيیر او مشار تر منځ ائتلاف چې یو وخت دښمنان ول او بیا سره همکاران ول، ډیر دوام و نه کړ. د ۲۰۱۳م کال په جولای میاشت کې یعنې تر خپلواکۍ دوه کاله وروسته کییر، خپل مرستیال مشار او د کابینې نور غړي گوښه کړل. هغه په دسمبر میاشت کې رسنیو ته د وینا پر وخت د اغیز له پاره پوځي یونیفورم اغوستی وو او مشار او د هغه ملاتړي یې د کودتا په هڅې تورن کړل. دا د کورنۍ جگړې پېل وو چې تر نن ورځې ادامه لري.
خونړۍ شخړه
په بېلا بیلو سطحو د دغې شخړې د هوارولو پر هڅو سربیره هم دغه کړکیچ لږ تر لږه د ۵۰۰۰۰ انسانانو ژوند اخیستی دی. ۲،۴ میلیونه انسانان له خپلو کورونو څخه تېښتي ته اړ شوي. د ۲۰۱۴م کال په می میاشت کې په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو پیاوړی ماموریت چې ۱۴۰۰۰ سوله ساتو عسکرو پکښې ونډه درلوده د ملکي کسانو ساتنې له پاره وگمارل شو.
د سولې هیلې له منځه تلل
د ۲۰۱۵م کال په می میاشتې کې په ادیسه آبابا کې د کيیر (کیڼ اړخ ته) او مشار (ښي اړخ ته) تر منځ د ملاقات په نتیجه کې د اوربند تړون وشو چې یووار بیا د سولې هیلې پيدا شوې. دغه هیله هغه وخت له خاورو سره خاورې شوه چې څو ساعته وروسته بیا نښتې پیل شوې. نه یوازې دا چې دغه دواړه مشران کوم توافق ته نه ورسیدل، بلکې د څارونکو د تبصرو له مخې دواړو تر ډیره حده پر خپلو جنگیالیو کنترول له لاسه ورکړی.
مخالفان بیا یو ځای شوي
د سولې وروستی تړون چې د ۲۰۱۵م کال په اگست میاشت کې لاسلیک شوی، بې ثباته پېل درلود. په لومړي سر کې ولسمشر سلوا کيیر ئې له لاسلیکیدو ډډه وکړه خو د نړیوال فشار له کبله یې هغه لاسلیک کړ. د معاملې یوه برخه دا وه چې مشار ته په یوتوپیا کې له تبعید څخه د بیرته ورگرځیدو ضمانت ورکړل شي. خو جوبا ته له هغه سره د احتمالي راستنیدونکو جنگیالیو او وسلو د شمیر په هکله لانجه وه.
د جگړې زیانونه
جگړو دغه هیواد په کنډواله بدل کړی دی. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیار زید رعد الحسین، په خپل رپوټ کې ویلي دي چې حکومتي ځواکونه او یاغیان جنسي تیری د ډار او جنگي وسیلي په توگه کاروي. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یوه کمیسیون د جوړولو خبره کړې، څو دغه پیښې وپلټي.