«په سونو زره مهاجر حق لري خپلې کورنۍ آلمان ته را وغواړي»
۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعهپه آلمان کې تر راتلونکو انتخاباتو شپږ میاشتې مخکي د دې رپوټ خپریدل کیدای شي په دغه هیواد کې سیاسي او ټولنیزو بحثونو ته لاره پرانیزي.
د «بلډ» ورځپاڼه چې په آلمان کې ډیر شمیر لوستونکي لري د حکومتي اسنادو په حواله لیکلي دي چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې په آلمان کې ۴۳۱۳۷۶ تنه سوریایې مهاجرو د پناه غوښتنه کړې ده. د دغې ورځپاڼي د رپوټ پر بنسټ په دوی کې ۲۶۷۵۰۰ تنه مهاجر یې اوس آلمان ته د خپلو کورنیو د راغوښتلو حق لري.
د رویټرز خبرې آژانس په حواله په دې وروستیو وختونو کې په آلمان کې د مسلمانانو مخالف ښی اړخی ګوند، AFD یا (د آلمان له پاره بدیل ګوند) په محبوبیت کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
خو کیدای شي د دغه رپوټ تر خپریدو وروسته په رامنځته کیدونکي بحث کې دغه ګوند یو وار بیا ځان پیاوړی کړي.
ټاکل شوی ده چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴ نیته په آلمان کې ټاکنې ترسره شي. د آلمان له پاره بدیل ګوند AFD د یوې اساسي ټکې په توګه د مهاجرت له موضوع څخه په خلکو کې د خپل ګوند د محبوبیت زیاتولو د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.
د دغه ګوند یوه لوړپوړي چارواکي الیکزاندر ګاؤلاند، په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو له خوا د خپلې کورنۍ د غړو راغوښتلو پر قانوني حق ډيري سختې نیوکې کړي او دا یې «یو ډول لیونتوب» بللی دی.
ګاؤلاند وایې: «د ماليې په میلیاردونو پيسې ختمیږي او د آلمان د دولت د پرمختیا نظام د یوې کندې پر لور د نږدې کیدو په حال دی.»
د دغي آلماني ورځپاڼۍ پر رپوټ د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادارې (BAMF) او د کورنیو چارو وزارت له خوا تر اوسه پوري غبرګون نه دی ښودل شوی.
د آلمان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د مهاجرو له پاره د خپلې کورنۍ د نورو غړو د راغوښتلو په خاطر د « فیملیي ری یونین ویزا» پر اجرا کولو د دوو کلونو له پاره بندیز لګولی وو.
خو د داسې مهاجرو له پاره چې د کورنۍ غړي یې په خپل ټاټوبي کې د جګړې، تشدد یا غیر انساني چلند له خطر سره مخامخ وي، په دې بندیز کې نه دي شامل کړای شوي.
زموږ له ارشيف څخه: