1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سونو ترکي مامورین غواړي په جرمني کي پناه واخلي»

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي د ترکیې تر ناکامي کودتا وروسته۲۵۰ دیپلوماټي او ۳۶۵ وظیفوي پاسپورټ درلوودونکو ترکانو په جرمني کي د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/2jhLK
Deutschland PK Thomas de Maizière zu Großrazzia in zehn Bundesländern
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

دیمیزېر له آلمانۍ ورځپاڼي «راین څایتونگ» سره د سږعیسوي کال د اگست تر اخره پوري د ارقامو وړاندي کولو پرمهال وويل چي

په دغو ارقامو کي د دیپلوماټانو او وظیفوي پاسپورټونو درلوودونکو کسانو د کورنیو غړي هم شامل دي.

د دیمیزېر له پاره دغه تعداد «دپام وړ»دی، خو نه ډیر لوړ. د هغه په خبره د مهاجرو او پناه غوښتني په برخه کي د جرمني فدرالي ادارې د هغوی قضیې د نورو ټولو پناه غوښونکو په شان د معتبرو قوانینو پر اساس څيړي.

د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کي د ترکیې تر ناکامي کودتا وروسته شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ دولتي مامورین چي په هغو کي پولیس، دعدلي مقاماتو مامورین او ښوونکي شامل دي، برطرفه سوي دي. پر هغوی باندي تورونه لگول سوي دي چي د گویلن د غورځنگ غړي دي. د ترکیې حکومت دغه غورځنگ د ناکامي کودتأ مسؤل بولي.

د ترکي مامورینو د پناه غوښتنلیکونه د دواړو هیوادونو ترمنځ چي بې له هغه یې هم مناسبات د کړکېچن دي، یوه جنجالي او شخړه ایزه موضوع ده. د ترکیې جمهوررئيس طیب رجب اردوغان د دغو کسانو د ورسپارلو غوښتنه کوي. د هغوی په منځ کي د ترکيې د پوځ ډیر افسران هم شامل دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله ترکیې۱۰ الماني اتباع د سیاسي دلایلو پر بنسټ بندیان کړي دي. خارجه وزیر زیگمار گابریل پر اردوغان باندي تور لگوي چي غواړي بندیان د یرغمل په توگه وساتي.

زموږ له ارشيف څخه: