1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې پر سیالیو افراطي ډلو د داعش یرغلونه

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ مرداد ۱۹, دوشنبه

د سوریې په شمال کې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» او نورو افراطي ډلو تر منځ د وسله والو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. امریکا متحدو ایالاتو په ترکيه کې جنگي جېټ الوتکې ځای پر ځای کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GCYe
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Medyan Dairieh

د فعالانو د راپورونو له مخې ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د سوریې په شمال کې پر هغو کلیو باندي چې د هغوی سیالي وسله والي ډلي پکښې دي، يرغل کړی او له دواړو اړخونو پنځوس جنگیالي وژل شوي دي.

په بريتانيا کې مېشت د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان د وینا له مخې اسلامي دولت، ډلې په حلب ولایت کې د څلورو کليو د نیولو هڅه کړې ده. د دغه سازمان په وینا په دغو نښتو کې لس تنه د داعش او ۳۷ د نورو وسله والو ډلو جنگیالي وژل شوي دي.

ويل شوي دي چې د داعش ۲۰ تنه مخالف جنگيالي ورک دي. دغه کلي له ترکیې څخه د سوريې حلب ولايت ته د اکمالاتي لاري په اوږدو کې پراته دي. په دغه سیمه کې پر نورو سربیره د القاعدې شبکې شريکه ډله «النصره جبهه» هم فعاله ده.

د بشارالاسد د خپلوانو پر ضد احتجاجونه

د سوریې په ساحلي ښار لاذقیه، کې تر زرو زیاتو کسانو د بشارالاسد د یوه دوست د اعدامیدو غوښتنه کړې. دغو خلکو ادعا کړې ده چې دغه کس د پوځ یو افسر د شخړي پر مهال وژلی دی.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان او د بشارالاسد د ملاتړو د معلوماتو له مخې د حسن الشیخ، په نوم پوځي افسر په لاذقیه ښار کې د سلیمان اسد، چې د بشارالاسد د تره لمسی کیږي تر موټر خپل موټر دمخه کړی وو، چې وروسته سلیمان اسد، د پوځ دغه افسر په مرميو وويشت او وواژه. داسي هم ويل کيږي چې هغه د سلیمان اسد د ساتونکي له خوا وژل شوی دی.

Karte IS Irak Syrien 20.05.2015 Deutsch

د اسد پوخ سنگر

لاذقیه ښار چې د سوریې په شمال لویدیځ کې دی، د بشارالاسد يو له پخو سنگرونو څخه شمېرل کیږي. په دغه ځای کې د رژیم پر ضد ډیر لږ اعتراضونه کیږي. خو د اپوزیسیون په وینا په دغه ځای کې نارضایتي مخ پر ډیریدو ده، ځکه په خبره يې په زرونو علویانو د کورنۍ جگړې په ترڅ کې وژل شوي دي. ولسمشر بشارالاسد هم په خپله علوي دی.

په دې ترڅ کې امریکا متحدو ایالاتو د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د هوایي بریدونو تر پیلیدو وروسته د ترکیې په «اینجرلیک» هوایي ډگر کې خپلي جنگي جېټ الوتکې ځای پر ځای کړي دي.

په ناټو کې د متحدو ایالاتو د استازي په وینا شپږ F-16 ډوله جنگي جېټ الوتکې په دغه اډه کې ځای پر ځای شوي دي. واشنگټن او انقرې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د امريکا پوځ د اینجر لیک هوایي اډې د استعمالیدو په اړه یو تړون لاسلیک کړی وو.

له یوه کال راهیسې امریکا متحد ایالات له خپلو متحدانو سره په عراق او سوريه کې د افراطي ډلې اسلامي دولت پر مورچلو بمباري کوي. له څلورو کلونو راهیسې د سوریې روانه کورنۍ جگړه د دغي افراطي ډلي په گټه روانه ده، ځکه دغه ډله په دې توانیدلې ده چې په سوریه او عراق کې ډیري سیمي په خپل کنترول کې راولي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب