1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوریه کې زهرجن گاز ډیر کسان وژلي»

۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د فعالانو په وینا د سوریې په شمال لویدیځ کې په یوه هوایي برید چې پکښې زهرجن گاز استعمال شوی، ۵۸ ملکي کسان وژل شوي دي. تر دې دمخه هم د ملگرو ملتونو څیړونکو د سوریې پر حکومت د کلور، زهرجن گاز د استعمالولو تورنه لگولي.

https://p.dw.com/p/2ae5F
Syrien Idlib Giftgas Angriff
انځور: picture alliance/dpa/M.Karkas

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې نهه ماشومان هم شامل دي. زیاته شوې ده چې نور ډیر کسان د ساه اخیستلو په برخه کې له ستونزې سره مخامخ دي او یا دې ته ورته علایم لري.

د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې دغه زهرجن گاز په ادلب ولایت کې د سه شنبې په سهار په یوه هوایي برید کې استعمال شوی دی. دغه سازمان زیاتوي چې دا خبره لا معلومه نه ده چې برید سوریایي او که د روسي جېټ الوتکو کړی دی. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان دا هم نه دي ویلي چې کوم ډول گاز استعمال شوی دی.

د خبري آژانسونو په حواله د دغه ښار ډاکټراونو د بې هوښۍ او د کانگو یا زړه بدي د علایمو په هکله رپوټونه ورکړي دي. د فعالانو له لوري په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې د سړو پر خوله باندې یو ډول ځگ دی.

د معلوماتو تائیدول گران دي

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې وسله وال اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي، په سوریه کې د فعالانو د شبکې پر مټ معلومات راټولوي. خو د کومې آزادي سرچینې له لوري د دغو معلوماتو تائیدول گران کار دی.

د ادلب ولایت لویه برخه د یاغیانو د یوه اتحاد له لوري کنتروليږي، چې د القاعدې ترهگرې شبکې پخوانۍ څانگې «النصره جبهې» له لوري رهبري کیږي. د دغې ډلې نوی نوم «فتح الشام» دی.

په مارچ میاشت کې د ملگرو ملتونو څیړونکو د سوریې پر حکومت تور پورې کړ چې په حلب او نورو سیمو کې یې لږ تر لږه پنځه وارې کلور، نومې زهرجن گاز کارولی دی. د زهرجن گاز د استعمال په خاطر د فبروري میاشتې په پای کې د ملگرو ملتونو امنيت شورا پر سوريې باندي د بندیزونو پریکړه د روسیې او چین د ویتو له کبله ناکامه شوه.

د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۳م کال کې د سوریې د پلازمېنې دمشق په ختیځ کې د زهرجن گاز په بریدونو کې شا او خوا ۱۴۰۰ انسانان وژل شوي. اپوزیسیون او لویدیځو هیوادونو د سوریې حکومت د دغه کار مسول وگاڼه. تر هغې وروسته په سوریه کې د ټولو زهرجنو گازو د زیرمو د ختمولو پر سر توافق وشو. خو کلور گاز په دغه بندیز کې نه راځي، ځکه چې له دغه گاز څخه د ملکي موخو له پاره هم کار اخيستل کیږي.

 

زموږ له ارشيف څخه: