1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د داعش یو مشر وژل شوی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۱۲, جمعه

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې د نړیوال پوځي ائتلاف په هوایي بمبارۍ کې د دغې ډلې یو مشر وژل شوی دی. د امریکا متحدو ایالاتو د معلوماتو له مخې تونسي تندلاری طارق الهارضي په سوریه کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Fs2Y
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت پینتاگون ویلي دي چې د هغه وژنه به «اسلامي دولت» افراطي ډلې ته عراق او سوریې ته د جنگیاليو او تجهیزات د لیږد رالیږد کار ستونزمن کړي.

ويل شوي دي چې الهارضي په لیبیا کې تندلارو ته رانیول شوي وسلې انتقال کړي او د موټر بم چاودنو او ځانمرگي بریدونو له پاره یې د چاودیدونکو موادو لاري چارې هم برابرولې.

امریکا متحدو ایالاتو د افراطي ډلې د دغه کس پر سر د درو میلیونه ډالرو انعام ایښی وو. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هغه له اروپا څخه د ترکیې له لاري سوریې ته د تلونکو جنگیالیو په برخه کې هم مرسته کړې ده.

په برید کې د هغه ورور هم وژل شوی

د ورکړل شوو راپورونو له مخې دغه برید د جون میاشتې پر ۱۶ نېټه په سوریه کې د عراق پولې ته څیرمه شوی دی. تر دې یوه ورځې د مخه د الهارضي ورور هم د عراق په موصل ښار کې وژل شوی وو.

پر هغه باندې داسې شک کیده چې په ۲۰۱۲م کال کې د لیبیا په بنغازي ښار کې یې د امریکا متحدو ایالاتو پر قونسلگرۍ باندې په برید کې ونډه لرله. په دغه برید کې د سفیر په شمول څلور امریکايي دیپلوماتان ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د معلوماتو له مخې طارق الهارسي په خپل پلرني ټاټوبي تونس کې د ترهگرۍ په یوې محاکمه کې په غیاب کې په ۲۴ کلونو بند سزا محکوم شوی وو.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې هغه د سوریې او ترکیې تر منځ سرحدي سیمه کې هغه مشر بلل کېدی چې د بهرنیو جهادیانو د هرکلي او د هغوی د روزني مسئولیت یې پر غاړه لاره.

اسلامي دولت ډلي د تیر کال په دوبي کې په عراق او سوریه کې ډیري سیمي په خپله ولکه کې راوستلې. دغي ډلي له نزدې یوه کال راهیسي په دغه سیمو کې پر خپل سر«خلافت» اعلان کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب