1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په سوریه کې بشري ناورین لا دوام لري»

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ آبان ۴, شنبه

د ملگرو ملتونو د مرستندویه څانگې مشرې د امنیت شوری ته ویلي دي چې د سوریې د بشري ناورین د راکمولو په هڅو کې ډیر لږ بدلون لیدل کیږي. د حکومت او د یاغیانو جنگیالي لا تر اوسه د مرستو په وړاندې خڼدونه اچوي.

https://p.dw.com/p/1A6W4
انځور: Getty Images

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د چارو عمومي سیکرترې، والري آموس، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۵مه) ویلي دي چې د امنیت شوری د سوریې لانجې ته سمه پاملرنه نه ده کړې. د ملگرو ملتونو په وینا د سوریې د دوه نیم کلنې کورنۍ جگړې په ترڅ کې تر سلو زرو زیات انسانان وژل شوي او تر دوو میلیونو زیات سوریایان کډه کولو ته اړ شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې د ملگرو ملتونو امنیت شوری یوه بیانیه خپره کړه چې د لا ډیرو بشري مرستو له پاره غوښتنه په کې شوې وه، خو دغې بیانیې کومه الزامه بڼه نه درلوده. آموس وویل چې د مرستو په برخه کې د سهولتونو د رامنځ ته کولو دغې بیانیې کومه الزامي بڼه نه درلوده، نو له دې امله رژیم او پاڅون کوونکو هغې ته کومه پاملرنه و نه کړه.

آموس یادونه وکړه: «لکه څرنگه چې موږ وینو، په غیر ضروري توگه د خلکو وژنه ادامه لري. زه د شوری [د م.م. امنیت شوری] پر غړو غږ کوم چې د دغه بې رحمۍ او تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره اړین گامونه پورته کړي.»

د مرستو رسولو لارې بندې دي

د آموس په وینا د مرستو رسولو عمومي لارو ته لاس رسی نه شته. په همدی دلیل شاوخوا دوه نیم میلیون انسانانو ته مرستې نه رسیږي او حتی په ځینو سیمو کې پر دغه لړۍ یو کال اوړي. هغې په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې حکومت او پاڅون کوونکو دغو لارو ته د لاس رسي په برخه کې کومې هڅې نه دي کړي.

آموس خبرداری ورکړ چې د ژمي په رارسیدو به په سوریه کې د بشري ناورین وضعیت لا پسې خراب شي په داسې حال کې چې اوس هم د لومړنیو مرستو او واکسنیو د نه شتون له امله ناروغۍ مخ پر ډیریدو دي. آموس یادونه وکړه چې د مرستندویانو او په مرستو بار د لاریو د تښتولو په پیښو کې هم ډیروالی راغلی دی. هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «تیره اوونۍ موږ کتار برابر کړی وو چې د تگ له پاره چمتو وو، خو موږ پر دې و نه توانیدو چې موټرچلونکي ورته پیدا کړو، ځکه هغوی د خپل ژوند د لاسه ورکولو ویره لري.»

آموس وړاندې ویلي دي چې د ملگرو ملتونو او د نورو ۱۰۰ تنو کارکوونکو د ویزو ځنډول او د بشري مرستو او نورو ماموریتونو له پاره له حکومت څخه د کتبی اجازو اخیستل د بشری ناورین د دوام ستر لاملونه دي او دا نور د ځغملو وړ نه دي: : « هیڅ دلیل نشته، چې د بشري مرستو کارکوونکو ته چې موخه یې یوازې د اړینو کسانو سره مرسته کول دي ولې ویزې نه ورکول کیږي.»

د یوه اقدام له پاره غږ

د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې د بریتانیې سفیر مارک لایل، ویلي دي که چیرې د شوری بیانیه «جدي نه نیول کیږي نو لازمه ده چې د پیاوړو وسایلو، په شمول د یوه پریکړه لیک په اړه غور وشي.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات چارواکو پر روسیې غږ کړی دی چې د خپل متحد، د سوریې له حکومت څڅه وغواړي چې دغه هیواد ته ډیرې بشري مرستې ورپریږدي. روسیې په عین وخت کې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې د پاڅون کوونکو له لوري چې د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن دي هم ستونزي شته دی.

د امنیت په شوری کې د روسیې سفیر ویلي دي: «زه په دې ډیر خوښ یم چې په اوسني وخت کې د امنیت شوری نور ډیر غړي دا خبره تائیدوي چې ستونزه یوازې د حکومت له لوري نه ده. زیاتره وخت د اپوزیسیون بېلابیلې وسلوالې ډلې د نړیوالې بشرو مرستو قوانین له پامه غورځوي.»